
افغانستان «له پامه غورځول شوي بېځایه کېدو ناورین» د لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو
د ناروې کډوالو شورا په ۲۰۲۵کال کې «له پامه غورځول شوي بېځایه کېدو ناورین» د لسو هېوادونو نوملړ خپور کړ. افغانستان دغه نوملړ کې پنځم ځای لري او د هغه هېوادونو په کتار کې راغلی، چې د بېځایه کېدو له پراخ ناورین سره یې د نړۍوالې ټولنې لهخوا کافي پاملرنه او ملاتړ نهدی ترلاسه کړی.



















