
د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر وټاکل شو
د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر کییرو بودانوف د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د مشر په توګه یې د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، وړاندیز منلی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر کییرو بودانوف د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د مشر په توګه یې د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، وړاندیز منلی دی.

د شمالي وزیرستان په مېرعلي کې نن د جمعې په ورځ د سیمې د امن په ملاتړ او د ترهګرۍ پرضد لویه ولسي غونډه ترسره شوه. دې ولسي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو مشرانو په خپلو ویناوو کې ویلي، چې د وزیرستان ولسونه په سیمه کې امن غواړي.

راپورونه وايي، حزبالله د لبنان په ختیځ کې د الهرمل په سیمه کې یو لوی استوګنیز کمپ د «شهیدانو د کورنیو لپاره د امام علي استوګنیز کمپ» په نوم جوړ کړی دی، چې د رسمي جواز پرته جوړ شوی او د دولتي ادارو تر څار لاندې نه دی.

د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، هېواد یې له متحده ایالاتو سره د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزې، د تېلو په برخه کې پر همکارۍ او اقتصادي تړونونو د خبرو لپاره چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې اسلام اباد د افغانانو له خوا د ټاکل شوي هر حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی. طاهر اندرابي زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې د رژیم د بدلون په اړه هیڅ نظر نلري او د طالبانو له رژیم سره هم همکارۍ ته چمتو دی.

سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن د جمعې په ورځ د تخار ولایت، چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکو له هغو طالبانو سره نښته کړې، چې د سرو زرو د استخراج لپاره سیمې ته ورغلي وو. سرچینې زیاتوي، په نښته کې د دواړو خواوو څو کسان ټپیان شوي هم دي.

اسوشیټډ پرېس د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د تخار د درقد ولسوالۍ اړوند د یتیمتپې څنډو د ټینګښت د نهمې برخې پروژې قرارداد د ۸۱،۵ میلیون افغانیو په ټولیز لګښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو. د برېښنا وزیر وايي د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیند د څنډو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وايي، د ایران په روانو لاریونونو کې د امریکا او اسراییل لاسوهنه د ټولې سیمې د بېثباته کولو او د امریکا د ګټو له منځه وړلو معنا لري.

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، چې د دغه ښار په راتلونکي تاریخ کې به د نورو نړۍوالو ژبو ترڅنګ پښتو ژبه هم مهم ځای ولري. هغه ویلي:« د نیویارک راتلونکی تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ایران حکومت پر سولهییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني؛ نو امریکا به د دغه خلکو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا، ټپیان یې د خلم ولسوالۍ کلینیک ته لېږدولي دي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ دا مهال په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

فلسطیني چارواکي وایي، په غزه کې د بېځایه شویو په دوو جلا پنډغالو کې د اورلګېدنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا؛ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یمن په عدن نړۍوال هوايي ډګر کې د پنجشنبې په ورځ ټولې الوتنې د سیاسي ترینګلتیاوو له امله وځنډول شوې. د الوتنو د بیا پیل په اړه لاتر اوسه کره معلومات نهدي ورکړل شوي.

د پېښور محکمې هغه افغان ته د اوسېدو ۶میاشتې وخت ورکړی، چې له پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی. دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر هغه افغانان هم اغېزمن کړي، چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړي دي.

سوریایي چارواکي وایي، هغه ځانمرګی بریدګر چې د نوي کال په شپه یې په حلب کې یو امنیتي افسر وواژه؛ د داعش غړی و. د دوی په وینا؛ یادې ډلې پلان لاره، چې په کلیساوو او عامه غونډو بریدونه وکړي.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام د (مرغومي په ۱۱مه) یې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو پر استیناف محکمې راکټي برید کړی چې له امله یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ګامبیا هېواد چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ چې له ۲۰۰ څخه زیات کسان پهکې سپاره وو؛ ډوبه شوې چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان مړه او لسګونه نور تري تم دي.

د دایکنډي ولایت اوسېدونکو روان کال په دغه ولایت کې د زدهکړو د ملاتړ او پوهنې برخې سره د همکارۍ په موخه د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ۲۶مېلیونه او ۹۱زره افغانۍ راټولې کړې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.