
زېلېنسکي: اوکراین به د روسیې بریدونو ته ورته ځواب ورکړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې تازه ګواښونه او بریدونه زیات کړي، خو اوکراین به د مسکو هر اقدام ته «ورته ځواب» ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې تازه ګواښونه او بریدونه زیات کړي، خو اوکراین به د مسکو هر اقدام ته «ورته ځواب» ورکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یا ایاېسپيار ویلي، د خیبر پښتونخوا په ټانک او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال پنځه وسلهوال وژل شوي، خو دا چې دوی ته پهکې زیان اوښتی او که څنګه څه نهدي ویلي.

پاکستاني سناتورانو په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدونکو جرمونو په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دغو پېښو له عاملینو سره تر نیونې وروسته جدي او قانوني چلند وکړي. په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ ښځې د ناموسي وژنو په لړ کې وژل شوې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني ویلي، که څه هم د مولانا ادریس وژل کېدل د غندنې وړ عمل دی، خو د هغه په وینا افغان طالبانو باید په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) لهخوا د ملکي وګړو وژنې هم په ښکاره غندلې وای.

ځايي سرچینې وايي، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په اتنجلو کلي کې د طالبانو او بزګرانو ترمنځ سخته شخړه شوې ده. د معلوماتو لهمخې، په دغه اخ و ډب کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه خالي ایراني تېل وړونکې بېړۍ یې ویشتلي دي. د سنټکام په وینا، دغو بېړیو هڅه کوله، چې د امریکا لهخوا لګول شوی سمندري بندیز مات کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق ویلي، چې د پاکستان د پور کچه له ۵۵ زره میلیاردو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، تر هغو چې د دغه هېواد مالي نظام له سود څخه پاک نه شي، ریښتینی اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.

اوکراین خبرداری ورکړی چې د روسیې د ژمنیو پراخو بریدونو له امله د دغه هېواد د هوايي دفاعي توغندیو زېرمې تر ډېره تشې شوې دي. د اوکراین هوايي ځواک د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له سختو ننګونو او د مهماتو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو مولانا فضل الرحمان سره ټیلیفوني اړیکه کې د وژل شوي دیني عالم ملا ادریس پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړې ده. دوی زیاتوي، چې په دې طالب چارواکو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم شامل دی.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې ملا هبتالله دغه ولایت ته د سفر پر مهال په لښکرګاه ښار کې د عیدګاه جومات جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي له خلکو غوښتي، چې د عامه تاسیساتو په ساتنه او پالنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د یوه افغان کارګر محمد یوسف کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ایراني چارواکو له لوري په شکمن ډول اعدام شوی دی. دغه کورنۍ له طالبانو غواړي چې له ایران څخه د دغه اعدام په اړه رسمي وضاحت وغواړي او قضیه روښانه کړي.

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده نن جمعه دغه ولایت ته سفر کړی دی. نوموړي په دغه سفر کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوې لويې عیدګاه د بنسټ ډبره کېښوده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتنې خلاف په زور سره نظامي عملیات ترسره کېږي او یوازې پکې ملکي بېګناه وګړي قرباني کېږي.

د بشري حقونو افغان فعالان چې تازه له تاجکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په پوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او ځوانانو د حقونو لپاره یې کلونه مبارزه کړې، خو اوس چې بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ دی.

کرملین د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ولادیمیر پوتین چمتو دی له «هر چا» او په ځانګړې توګه له اروپایانو سره خبرې وکړي، خو لومړی ګام به نه اخلي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فایننشل ټایمز راپور ورکړ چې د اروپايي ټولنې مشران له پوتین سره مستقیمو خبرو ته چمتووالی نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره کتلي دي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د جګړې او پر پاپ لیو د ټرمپ نیوکو د واشنګټن او روم ترمنځ نږدې اړیکې له بېساري فشار او ترینګلتیا سره مخ کړې دي

د طالبانو د پوهنې وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، ښيي چې په کابل کې دولتي ښوونځي د ښځینه او نارینه ښوونکو له کمښت سره مخ دي. طالبانو سپارښتنه کړې چې د دې ستونزې راکمولو لپاره په هر ټولګي کې د زدهکوونکو شمېر ۴۵ او د ښوونکو درسي ساعتونه دې په اوونۍ کې ۲۳ ته لوړ شي.

د اسټرالیا حکومت د جمعې په ورځ د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ او د یادې ډلې پر جګپوړو مشرانو مالي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه ولګول. دغه ډله چې د برېتانیا او امریکا له لوري هم د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې، په پاکستان کې په ځانمرګو او وسلهوالو بریدونو تورنه تورنه ده.

د ترکیې پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې د رېزې او چاناککلا په ښارونو کې ۵۴ بېاسناده پناهغوښتونکي نیولي، چې له دې ډلې ۲۳ یې افغانان دي. ترکي چارواکو ویلي، چې د یادو عملیاتو پرمهال د انساني قاچاق په تړاو څو کسان هم نیول شوي او ځینې یې بندیان شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي دي. دا پېښه د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د وجن اوشنګان علیا په کلي کې شوې ده او د ماشومانو عمرونه له ۱۰ تر ۱۵ کلونو وو.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې په تېر اپرېل میاشت کې د نړۍ په کچه د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي. د یاد سازمان په وینا، د ایران جګړې له امله رامنځته شوې کډوډي په ځانګړې توګه د غوړیو بیې په بېساري ډول لوړې کړې دي.