
د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده
د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر لوړېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو د دوو لېسو نومونه چې د محمد صدیق روهي (کاندید اکاډمیسین سر څېړونکی محمد صدیق روهي) په نوم وې، بدلې کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د غزني تخنیکي پوهنتون د اتمې دورې په فراغتغونډه کې له تازه فارغو شویو زده کړیالانو وغوښتل، چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» او بې ځایه «تبلیغاتو» ته پام ونه کړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.

د کندهار له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه لوی هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټينره پرزې، پرمختللي وسایل، موټر او نور تجهیزات پرېښودل. د کندهار له سقوط وروسته طالب چارواکو او هبت الله ته نږدې کسانو دغه پرزې او موټر چور کړل او یا یې هم پاکستان ته ولېږدول.

د غزني ولایت په ګیلان او قره باغ ولسوالیو کې د دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او ۱۳ نور ټپيان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لیدنه کې د دوه اړخېزو همکاریو او اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره پر ګډ هوډ ټینګار کړی دی. دا لیدنه د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده.

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین جګړې د اوږدېدو لپاره یې ځان تیار کړی، ځکه جګړې ډېری یا په پوځي ماتې یا اقتصادي ستړیا پای ته رسېږي، خو د کییف او مسکو په تړاو دا نښې نه ښکاري.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې ډلې د سوداګرۍ وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره افغانستان ته د یاد هېواد د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه لېدلي. د ایران د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ کچې لوړولو په موخه کابل ته ځي.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی ښوونکی عبدالعلیم خاموش په راتلونکو شلو ورځو کې یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کوي. د خاموش نږدې خپلوان وايي چې نوموړي ته دا ځل د مدافع وکیل حق ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هڅه به وکړي د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې اوارې کړي.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا شپږ افغانې کورنۍ، چې ۴۷ تنه کیږي، له اسلام اباد نه د جرمني د هانوفر لینګنهاګن هوايي ډګر ته لېږدول کیږي. د جرمني اې ار ډي ټلویزیون وايي، چې دغه افغانان ټول د برلین محکمې له پرېکړې وروسته د راتګ اجازې لري او د استانبول له لارې په انتقال شي.

طالبانو د بغلان د غوري سیمنټو ددرېیمې فابریکې د جوړولو خبر ور کړی او وايي، د دې پروژې لپاره ۶۸،۸ میلیونه امریکايي ډالر بېل شوي. د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا بردار د فابریکې پرانېستونکو مراسمو کې وویل،« دا ډول پروژې کولی شي په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکمه کړي».

د افغانستان د ۲۳ کلنو ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال په اسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن ميانمار ته روانه شوه. دغه سيالۍ به د روان ميلادي کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو ترمنځ ترسره شي.

بریتانیایۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز راپور ورکړی، چې پر اوین زندان د اسراییل له برید وروسته داسې اندیښنې شته، چې ۱۰۰ کسان ممکن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام شي. په راپور کې د دې بندیانو په منځ کې د افغانانو شته والی نه دی یاد شوی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې کیېف پلان لري پر روسیه نوي ژور بریدونه وکړي. زیلینسکي پر اېکس ولیکل: «موږ به خپل فعال عملیات په دقیق ډول همداسې جاري وساتو لکه څنګه چې د اوکراین د دفاع لپاره اړین دي. نوي ژور بریدونه هم پلان شوي دي».

د طالبانو د نورم او سټنډر ادارې ویلي، چې په اقینه او فراه ۷۸ میل بندرونو کې یې له ایران او ترکمنستان څخه واردیدونکي ۷۵ ټنه بې کیفیته ودانیز توکي بېرته یادو هېوادونو ته ورګرځولي دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې ددغه هېواد صدراعظم نريندرا مودي او د چين ولسمشر شي جين پينګ ټینګار کړی چې هند او چين د پرمختګ ملګري دي، نه سيالان، او شته اختلافونه بايد په شخړو بدل نه شي.

یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنیږي، وايي، د لاریو چلوونکي ورڅخه لوړي کرایې اخلي. دغه افغان کډوال وايي، مخکې لارۍ چلوونکو د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د کډو د انتقال لپاره تر ۲۰۰ زرو کلدارو کرایه اخېسته، خو اوس ترې ۵۰۰ زره کلدارې اخلي.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په افغانستان کې د مېرمنو پر انځورونو د بندیز په اعتراض کې د "طالبانو د کورنیو میرمنو" په نوم یو کمپاین پیل کړی دی او په ټولنیزه شبکه اېکس کې یې د دوی له ډیپلوماټیکو پاسپورټونو څخه د یو شمیر طالب چارواکو د میرمنو انځورونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له چارو نه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته امر کړی چې د ژمي تر رارسېدو دمخه باید د دغه سړک چارې بشپړې شي. طالبانو تر دې مخکې هم څو څو ځله د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کړې وې.