
د پاکستان په ګلګټ کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي دي
د پاکستان د ګلګت بلتستان د دیامر ولسوالۍ چلاس ښار په تور سیمه کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې په دغه چورلکه کې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د ګلګت بلتستان د دیامر ولسوالۍ چلاس ښار په تور سیمه کې یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې له امله یې په دغه چورلکه کې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه کې وویل چې په افغانستان کې دې د ټولنیزو ـ اقتصادي پروژو د ملاتړ لپاره هڅې زیاتې شي. هغه همدا راز وویل چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت چارواکو د هېواد د ټولو ورزشي فډراسيونونو له مشرانو او استازو سره د لیدنې پر مهال له ورزشکارانو په کلکه غوښتنه وکړه چې د ورزش پر مهال دې خپل «عورتونه» پټ وساتي.

په برېټانیا کې د نږدې ۴۰۰ مېرمنو او نجونو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي؛ خو دغه کډوالې بېرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدای. د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د جون میاشتې تر پایه پورې د ۶۰۶۶ افغانانو پناه غوښتنې رد شوې دي، چې ۳۶۷ ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د دوشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو د نړۍ د څو قطبي کېدو، ګډ نړۍوال اقتصاد او عادلانه نړۍوال مدیریت غوښتنه وکړه.

د پاکستاني طالبانو تحریک تازه د خپلو پوځي عملیاتو کلنی راپور وړاندې کړی او ادعا یې کړې، چې د روان زېږدیز کال د اګست تر میاشتې پورې یې په پاکستان کې ۵۵۶ بریدونه کړي او د دغه بریدونو پرمهال یې ۵۴۴ پوځیان وژلي، ۹۳۰ یې ټپيان کړي او ۱۲ یې ژوندي نيولي دي.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ افغانستان د ۲۰۲۵کال په نړۍواله ډلبندۍ کې ۱۵۸ درجه کې ځای کړی او د نړۍ له ناامنه هېوادونو څخه یې ګڼلی. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د جګړې کچه راکمه شوې؛ خو د کمزورې حکومتولۍ او بشري ناورینونو له امله سياسي ناکرارۍ ډېرې شوې.

اسراييلي چارواکو ویلي، اسراييل د فرانسې او نورو هېوادونو له لوري د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندنې په غبرګون کې پر دې غور کوي چې د فلسطین نیول شوې لوېدیځې غاړې له اسراييل سره وتړي.

وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵کال د اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارټونه لري.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د راپور له مخې لیکلي، چې د ایران ملاتړو حوثي اورپکو د یکشنبې په ورځ د یمن پلازمېنه صنعا کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو برید کړی او د دغه دفترونو ۱۱ کارکوونکي یې نیولي دي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر او شاعر عبدالغفور لېوال د طالبانو د مشاعرو تنظیم قانون په تړاو چې ورسره شاعران د شعر لیکلو په برخه کې محدود شوي، وايي: «په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»

د پاکستان د اقلیم بدلون فدرالي وزیر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) وویل، د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله په ټول پاکستان کې نږدې ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي او تر ټولو ډېر د دغه هېواد بې وزلي ځپل شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د عدلیې رييس محمد ريیس محمدي له خیریه بنسټونو غوښتي، چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال عزیزالله مصطفی وايي، په کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله د ټپيانو د لېږدونې په موخه به ډېر ژر د ننګرهار له هوايي ډګره چورلکې پورته شي. د نوموړي په وینا، دغه چورلکې به له زلزلهځپلو سیمو ټپيان تر روغتیايي مرکزونو ورسوي.

د طالبانو ویاند د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزلې په تړاو د خواشینۍ له څرګندولو سربېره ویلي، چې د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت په درهء نور ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د نن شپې شاوخوا ۱۲ بجو د پرلهپسې دوامداره زلزلې له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپيانو شمېر بیا ۲۰ ته ورسېد.

د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر لوړېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو د دوو لېسو نومونه چې د محمد صدیق روهي (کاندید اکاډمیسین سر څېړونکی محمد صدیق روهي) په نوم وې، بدلې کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د غزني تخنیکي پوهنتون د اتمې دورې په فراغتغونډه کې له تازه فارغو شویو زده کړیالانو وغوښتل، چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» او بې ځایه «تبلیغاتو» ته پام ونه کړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.

د کندهار له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه لوی هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټينره پرزې، پرمختللي وسایل، موټر او نور تجهیزات پرېښودل. د کندهار له سقوط وروسته طالب چارواکو او هبت الله ته نږدې کسانو دغه پرزې او موټر چور کړل او یا یې هم پاکستان ته ولېږدول.