
د اروپایي ټولنې شارژدافیره: د راستنېدونکو او بېځایه شویو افغانانو ملاتړ ته ژمن یو
د اروپایي ټولنې شارژدافیرې د کډوالۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې اروپایي ټولنه د کډوالو، راستنېدونکو، په کور دننه بېځایه شویو او په ځانګړې توګه د ماشومانو تر څنګ ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده،چې دمګړۍ له ګاونډيو هېوادونو راشړل شوي افغانان په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.



















