
د مدني ټولنو غوښتنه: د افغانستان لپاره دې د «ځوابویلو» یو خپلواک مېکانېزم جوړ شي
د افغان او نړۍوالو مدني ټولنو یوې لویې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د دغې شورا غړو هېوادونو استازو ته په یوه پرانيستي لیک کې د افغانستان د ناوړه بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې د ځوابویلو د یوه خپلواک مېکانېزم جوړېدو غوښتنه کړې ده.

















