
د ملي مرکې غونډه: افغان میرمنو ته دې د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت حق ورکړل شي
د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ملي مرکې غونډه کې ګڼ افغان پوهانو، ټولنیزو شخصیتونو، مدني فعالانو اوښځو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې افغان میرمنو ته د زده کړو، کار او فعاله ټولنیز ګډون حق ورکړل شي.



















