
پوتین له خپل امریکايي سیال سره د کتنې په اړه د شمالي کوریا له مشر سره خبرې کړې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ډونالډ ټرمپ سره د کتنې په اړه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته معلومات ورکړي دي. که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نهدي خپاره شوي؛ خو د پوتین او کېم جونګ اون رسنیزو دفترونو ویلي، چې په دغه ټیلفوني خبرو کې دواړو مشرانو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.



















