
په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي
د ډسمبر په لومړۍ نېټه چې د ایډز ناروغۍ نړیوالۍ ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوق اعلان وکړ، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان د ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي.

د ډسمبر په لومړۍ نېټه چې د ایډز ناروغۍ نړیوالۍ ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو پراختیایي صندوق اعلان وکړ، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان د ایډز ناروغۍ سره ژوند کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال د یاد وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې له عمومي ریاست څخه لیدنه کړې. په دې ریاست کې طالبانو د خپلې ډلې د شل کلن انقلاب ارزښتمند اثار نندارې ته ایښي دي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي ماشومان لا هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د طالبانو برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر او د ایران سفیر علی رضا بیکدلي د «بیا نوي کیدونکي انرژۍ» سرچینو پراختیا او د بریښنایی تجهیزاتو تولید په اړه خبرې کړي. ښاغلي بیکدلي په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه افغان تخنیکي انجینرانو ته د ویزو په ورکولو کې د بشپړې همکارۍ اعلان کړی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغانستان سره د لارو تړل، د صادراتو د بندولو سربیره، د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسیې ته د ټرانزیټ سوداګري هم ګډوډ کړې ده. د ورځپاڼې په وینا، پاکستان تیره اونۍ د سبزیجاتو په بازار کې د سقوط سره مخ شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی چې د روانې اوونۍ له پیل سره به په ټول هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغانانو د لټون او بېرته ستنولو پروسه پیل کړي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې تېره اونۍ کې د افغانستان له خاورې په دوو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې وضعیت او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره پر لارو چارو بیاکتنه وکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د طالبانو یو پلاوی سعودي عربستان ته د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تللی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دواړو پلاوو ترمنځ ترسره شوي مزاکرات یو ځل بیا ناکام شوي او کومه مطلوبه پایله یې نده ورکړې.

د افغان–امریکايي ټولنې غړو تیره شپه د امریکا د ملي ګارډ سرتیرې سارا بکسټروم په یاد کې د شمعو په بلولو سره دغه پېښه وغندله. یادې ټولنې ویلي، موږ ویاړو چې د امریکا برخه یو او د دې هېواد د امنیت، یووالي او راتلونکي لپاره خپله ژمنتیا بیا تازه کوو.

ازادۍ جبهه وایي چې د دې ډلې وسله والو د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر ریاست برید ترسره کړی دی. د دې ډلې په وینا، په برید کې د طالبانو دوه کسان وژل شوي دي، خو د طالبانو اړوند ادارې د مرګ ژوبلې ادعاوې نه مني.

د طالبانو د خوست ولایت مقام رسنیز دفتر وايي چې سبا لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې د «قصاص» حکم تطبیقوي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو قضايي ارګانونه د خوست علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د یوې پيښې پر تورن د قصاص حکم عملي کوي.

په امریکا کې د یوه افغان لهخوا د ملي ګارد پر دوو عسکرو تر برید وروسته په خواله رسنیو کې د «زه افغان یم» په نوم د افغان کډوالو، سیاسي څېرو، پخوانیو چارواکو او مدني ډلو لهخوا کمپاین پیل شوی.

د ایډز نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۳زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته دي چې ډېری یې د نشهیي توکو کارولو او ککړو ستنو له لارې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د هانګکانګ د وانګ فوک کورټ سیمې په لوړو استوګنیزو ودانیو کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۱۴۶ کسان مړه او شاوخوا ۴۰ کسان تري تم دي. دغه اورلګېدنه چې په تېرو ۷۵ کلونو کې د هانګکانګ تر ټولو وژونکې پېښه وه؛ سلګونه کسان یې بېکوره کړل چې اوس په لنډمهاله پنډغالو کې ژوند کوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، چې پر کابل د واکمنې ډلې مشر ملاهبت الله د امر پر بنسټ له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې د اوبو ۴۵۰کوچني بندونه جوړ شوي دي. هغه وایي، روان کال د دغه وزارت په چوکاټ کې ۹۶بندونه جوړ شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي، چې د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې د یادې ډلې پر امر بالمعروف ریاست د یوه برید هڅه شنډه شوې ده. هغه ویلي، بریدکوونکي تېر ماښام غوښتل د دوی امر بالمعروف ریاست کارکوونکي په نښه کړي؛ خو موخې ته تر رسېدو دمخه نیول شوی دی.

په پاکستان کې مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پرون د یکشنبې په ورځ پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه افغانان یې نیولي دي چې پهکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۴۸۳۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د سریلانکا چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې د ډیتوا توپان له امله ۲۱۲ کسان مړه او ۲۱۸ نور تري تم دي. د سریلانکا د ناورین مدیریت مرکز ویلي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله نږدې یو مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیليمقدم سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې. خبرپاڼه وایي، دواړو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او مالدارۍ د فارمونو اړوند پر ګډې پانګونې ټینګار کړی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لېندۍ ۱۰مه) لیکلي، چې په دغه هېواد کې د الوګانو تولید ډېر شوی؛ خو پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله یې بازار سوړ دی او بیې یې هم خورا ټیټې شوې دي. کاروباریان وایي، حتی د الوګانو د ټرانسپورټ او ساتلو لګښتونه هم په دې بیو نهشي پوره کولی.