
د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې ماته شوه
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ملتونو جام (کافا) سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د درې پر صفر د ازبکستان پر وړاندې وبایلله.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ملتونو جام (کافا) سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د درې پر صفر د ازبکستان پر وړاندې وبایلله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په داسې حال کې د یوې مسلمانې ښځې د علمي ونډې یادونه کړې، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې لا هم له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه محرومې دي.

په کونړ کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، د پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله د کونړ اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو ۶۰۰ بېځایه شوې کورنۍ له سیند غاړو خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د دوی په وینا، دغه کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وو.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی محاکمو د روانې وري میاشتې په تېره اونۍ کې ۲۴کسانو باندې د دُرو وهلو حکمونه صادر کړي او دا سزاوې تطبیق شوي هم دي. دغه سزاوې د کابل په ګډون سرپل، فاریاب، خوست او غور کې پلي شوي دي.

ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو سرحدي ځواکونو په نورستان او کونړ ولایتونو کې له ځینو سرحدي پوستو څخه شا تګ کړی دی. د معلوماتو له مخې، دا اقدام د پاکستان له وروستیو بریدونو وروسته ترسره شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) خبر ورکړی چې په افغانستان کې وروستیو زورورو سېلابونو شاوخوا ۵۷۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېریانو سره د ټېلیفون له لارې خبرې کوي. دغه کس ادعا کوله، چې له دې لارې له پېریانو د اغېزمنو شویو کسانو درملنه کوي.

د طالبانو د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «جمعه کلا» په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ځوان هلک مړ او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ارومچي د خبرو او د کابل او بیجنګ د دوه اخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړې دي. مجاهد ویلي، چې د افغانستان تر امنیت وروسته، د سیمې امنیت ځانګړی ارزښت لري.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي چې له لبنان سره به مستقیم مذاکرات ژر تر ژره پیل شي. د هغه په وینا دا اقدام د لبنان له «پرلهپسې غوښتنو» وروسته کوي. بل خوا سيبيایس نیوز د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې ټرمپ له نتنیاهو نه پر لبنان د بریدونو کمولو غوښتنه کړې.

نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې وايي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې د وچکالۍ، زلزلې، له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو او د مرستو کمېدو له امله نازک پاتې شوی. د ټولیز ناخالص کورني تولید وده شاوخوا ۴،۸ سلنه وه، خو سړي سر عاید ۵،۶ سلنه کم شوی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په مارچ میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي. راپور ښيي چې پر رسنیو د سانسور کچه لوړه شوې او خبریالان یوازې د مثبتو او تبلیغاتي مطالبو خپرولو ته اړ اېستل شوي.

په کندز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز په څلورمه حوزه کې یې اته کسان د دمبورې غږولو په تور نیولي دي. طالبانو د دمبورې غږول «ناوړه غیرشرعي فعل» بللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د کابل پوهنتون د یوه محصل سپکاوی یوازې د هغه د دودیزې خولې د پرسرکولو له امله د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا، دا ډول چلند نه یوازې ناسم دی، بلکې هېڅ ډول توجیه نه لري.

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ناټو په اروپا کې د امنیت تضمینونکی سازمان بللی دی او ټینګار یې کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې له امله باید د واشنګټن او اروپايي متحدینو ترمنځ اړیکې نورې ترینګلې نه شي.

د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د دغه ښار د منارو پر سړک د موټرو پر تګ او راتګ بندیز لګولی دی. د هرات د والي ویاند وايي، چې دغه بندیز ددې سیمې د بیا رغونې او خوندي کولو په موخه لګېدلی دی.

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په دفتر کې د تحلیل او عامه پوهاوي مرکز له مشر داود المصري سره په کتنه کې د افغان ماشومانو د خوندیتوب،ننګونو او په دې برخه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال محمد نعیم د افغانستان لپاره د اسیا پراختیايي بانک له نوي مشر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي. وزارت د بانک د رییس له قوله ویلي، چې له افغانستان سره همکارۍ روانې ساتي

د تېر نظام د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر له یوه محصل سره د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د چلند په غبرګون کې ویلي، که یو محصل د خپل کلتوري هویت د څرګندولو له امله وهل کیږي، دا چاره د لوړو زدهکړو د نظام له اساسي ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې ده.

په افغاني ټولنه کې جامه یوازې د بدن پوښ نه ده، بلکې د تاریخ، هویت او ارزښتونو ژبه ده. له پکول او لونګۍ نیولې تر مزارۍ خولۍ پورې هره ټوټه د دې خاورې د خلکو د ژوند او مبارزو کیسه کوي. دغه خولۍ چې د پښتون مبارز منظور پشتین د مبارزې نښه ګڼل کیږي، د ګډ هویت او حق غوښتنې سمبول دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان اوسنۍ ډيپلوماټیکه پالیسې دې د خیبر پښتونخوا د امنیت او له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي.