
افغان اتلانو د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان اتلانو د بنګلهدېش له لوري ورکړل شوی د ۲۲۲ منډو هدف ترلاسه او ورسره یو د صفر پر وړاندې مخکې شول. دغه سیالۍ د چهارشنبې په مازدیګر پیل او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.



















