
د ایران او اسراییل کشاله؛ طالبان وایي، د افغانستان پر سوداګرۍ یې هېڅ اغېز نه دی کړی
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ایران او اسراییل تر منځ روانې جګړې د افغانستان پر بازارونو او سوداګرۍ هیڅ اغېز نه دی کړی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ایران او اسراییل تر منځ روانې جګړې د افغانستان پر بازارونو او سوداګرۍ هیڅ اغېز نه دی کړی.

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر کیف ښار او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲مه) د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د اوربند سربېره د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې ګواښ تر بل هر وخت لوړ دی.

د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې او د سیمې د سوداګریزو لارو د احتمالي ځنډ و خنډ په ترڅ کې طالبانو اعلان کړی، چې له روسیې سره د خوراکي توکو د وارداتو په برخه کې خبرې روانې دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي، چې په بدخشان کې د نشه يي توکو له کرکېلې د مخینوي په برخه کې د طالبانو هڅې له ماتې سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، په یاد ولایت کې سیمه ییز طالبان د دغې ډلې د رهبر د امر پر خلاف د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی نه کوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان استازو په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو روغتیايي وضعیت ارزولی او ژمنه یې کړې، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا به دوام ووکړي. دغه سازمان وایي، په دې خدمتونو کې به ښځو او ماشوماتو ته ځکه لومړیتوب ورکړل شي، چې تر ټولو ډېر زیانمنېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ٥١مه ناسته کې څه کم ۹ دقیقې وینا وکړه او د وینا تر نیمايي زیاته یې پر فلسطین او ایران د اسراییل پر بریدونو او همداراز د اسلامي نړۍ پر وضعیت راڅرخېده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره وکتل.

د سوریې د پلازمېنې دمشق په دویله سیمه کې د «مار الیاس» کلیسا دننه د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې دولتي ځمکې د اوږد او منځمهال لپاره په اجاره ورکوي. خصوصي سکټور بیا پرې پانګونه کوي او د قرارداد له مخې تر څو کلونو وروسته ودانۍ دولتي شمېرل کېږي.

د طالبانو د رييس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن په اقتصادي نوبتي غونډه کې د طالبانو اقتصادي پالیسي تر هر اړخیزو خبرو وروسته تایید شوه.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د منځنۍ مېرمنې د دوو وروڼو احمد او اسامه له چلند او زورواکۍ شکایت کوي. د احمد او اسامه مشر ورور حافظ عمر په عمان هېواد کې د افغان سفارت د سرپرست په توګه کار کوی.

پر ایران د اسراییل د برید له پیل راهیسې د افغانستان له فضایي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر پنځه برابره زیات شوی دی. د «فلایټ رادار۲۴» د معلوماتو له مخې، دا شمېر له ورځنیو اوسط۵۰ الوتنو څخه ۲۸۰ ته لوړ شوی.

د زلالې هاشمي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پر دوی فشار راوړی څو ووايي، چې افغانه سندرغاړې زلاله هاشمي تښتول شوې نه ده، بلکې له کوره خپله تښتېدلې ده. دوی همدراز نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره ورسره د زلالې هاشمي په راپېدا کولو کې هېڅ راز مرسته نه کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان اعلان کړی چې افغان فلم جوړونکی سېد رحیم سعیدي د طالبانو تر ۱۱ میاشتني بند وروسته خوشې شوی دی. یاد سازمان د سعیدي د خوشې کېدو په تړاو زیاته کړې چې هغه باید هېڅکله د بیان د ازادۍ حق له امله نه وای زنداني شوی.

د خېبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د کېنټ پولیسو مرکز اړوند سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سره له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه غونډه کې ګډون کړی؛ خو د غونډې په ډلهییز انځور چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له لوري خپور شوی، نه لیدل کېږي.

بيبيسي ویلي، چې د بېطرفۍ په اړه د اندېښنو له امله یې پرېکړه کړې چې په غزه کې د ډاکټرانو په اړه جوړ شوی مستند فلم خپور نه کړي. دا مستند فلم، چې «غزه؛ ډاکټران تر برید لاندې» نومېږي، بي بي سي ته یې د جوړولو امر شوی و او د یوې خپلواکې تولیدي کمپنۍ لهخوا جوړ شوی دی.

په کویټه کې د عثمان خان کاکړ په تلین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د پاکستان پر چارواکو غږ وکړ، چې د ډيورنډ کرښې سره تړلې لارې دې د افغانستان پر لور خلاصې کړي.

د افغانستان انټرنشنل لهخوا د افغانې سندرغاړې "زلاله هاشمي" د تښتول کېدو د راپور په تړاو چې د هغې د خاوند له قوله خپور شوی، یو شمېر سندرغاړو غبرګون ښودلی دی.