
اریانا سعید زلالې ته: له ماسره اړیکه ونیسه
د افغانستان انټرنشنل لهخوا د افغانې سندرغاړې "زلاله هاشمي" د تښتول کېدو د راپور په تړاو چې د هغې د خاوند له قوله خپور شوی، یو شمېر سندرغاړو غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان انټرنشنل لهخوا د افغانې سندرغاړې "زلاله هاشمي" د تښتول کېدو د راپور په تړاو چې د هغې د خاوند له قوله خپور شوی، یو شمېر سندرغاړو غبرګون ښودلی دی.

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. د برېتانیا حکومت وویل، چې ښاغلی لینزي به د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپله دنده پیل کړي.

د پنجشېر امنیه قومندانۍ وايي، ۱۳ ورځې مخکې هغه دوه کسان چې له کابله د چکر او تفرېح په موخه پنجشېر ته تللي وو او د دغه ولایت په سیند کې یې لامبو وهله؛ د لامبو پر مهال د سیند قوي څپو لاندې کړل او دواړه یې لادرکه شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د سوريې د بهرنيو چارو له وزير اسعد حسن شيباني سره په استانبول کې وکتل. دغه کتنه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې شوې ده.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوې. په دې ناسته کې طالبانو د تېلو پمپونو له اتحادیې غوښتي چې په پمپونو کې دې جوماتونه جوړ کړي او دې تېلو په نرخو کې د زیاتوالي څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۱۵مه غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته رسیدلی او په یاده غونډه کې یې ګډون کړی.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست رییس وایي، چې د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو له ۱۵ نویو ساحو څخه د زمردو د استخراج چارې پیل شوې دي. مولوي محمد قاسم امیري زیاتوي، چې په پنجشېر کې تراوسه پورې نږدې د ۳۰۰ کانونو د استخراجولو چارې روانې دي.

د بدخشان څخه سرچینو راپور ورکړی، چې نن شنبه (د غبرګولي په ۳۱مه) د دې ولایت د بېلابېلو کلیو خلک د طالبانو پر ضد د اعتراض لپاره په خاش ولسوالۍ کې راټول شوي وو. سیمهییزو سرچینو ویلي چې طالبانو د لاریونونو د ځپلو لپاره "ډېر شمیر" وسله وال ځواکونه خاش ولسوالۍ ته لیږلي دي.

د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي، چې د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو ۳ میاشتني راپور په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي په دغه راپور کې جنايي پېښې هم امنیتي پېښې تعبیر شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲ زره او ۲۹۹ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۳۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوی یو مخکښ قومندان بخت غفور چې په ابوجندل مشهور د پاکستاني پوځیانو په زندان کې د سختو شکنجو او ربړونو له امله مړ شوی.

د خېبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ اړوند په غرنۍ «کاټلنګ بابوزي» سیمه کې د ناڅرګندو وسلهوالو د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

د طالبانو مخالف وسلهوال خوڅښت، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې دوه طالبانو وژلي دي. په خپاره شوي بیان کې کې راغلي چې یو بل طالب ټپي شوی دی.

اېنډيپېنډېنټ ورځپاڼه د یوې لویې نړۍوالې مرسته رسوونکې ادارې او د طالبانو د یوه چارواکی په حواله وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان له ایران نه افغانستان ته ستنېږي. جبري شړل، امنیتي ستونزې او د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه د ستنېدو لاملونه ښوول شوي.

د فاکس نیوز نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، پاکستان اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د نوبل سولې نړۍوالې جایزې لپاره نومولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته په جبري ډول راستانه شوي، خو د دوی د بیا ادغام لپاره د داخلي امکاناتو کمښت، اقتصادي فشارونه او د نړیوالو مرستو کمېدنه یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.

د ډيپلوماټ ویب پاڼې په افغانستان کې طالبانو ته د هند د ستراتیژيک لاسرسي او درک په تړاو یوه مقاله خپره کړې او پکې ویل شوي چې، په تېرو وختونو کې افغانانو ته د هند بشري مرستې له طالبانو سره د مخالفت د څرګندولو او اوس له طالبانو سره د تعامل لپاره کارول کېدونکې وسیله دي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ټيټيپي، کډوالو او امنیتي شخړو له امله ترینګلې شوې، خو هممهاله طالبان له هند او چین سره اړیکو ته نوی لوری ورکوي، چې دا بدلونونه کولی شي د سیمې جیوپولیټیک انځور له بنسټه بدل کړي.

د رييس الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چین ته د خپل سفر پر مهال نن د "یون نن" ولایت له بېلابېلو اکاډمیکو بنسټونو او پکې له افغان محصلینو سره په کتنه کې د طب، کرنې، انجينرۍ او ټکنالوژۍ برخو کې د تحصيلي بنسټونو ترمنځ د علمي او څيړنيز مشارکت د تبادلې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، کابل د ځینو خوراکي توکو د پېرلو او را واردولو لپاره له مسکو سره خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) نویو شمېرو ښودلې چې افغان ښځې یواځې د خپلو اساسي حقونو څخه۱۷.۳ سلنه ګټه اخیستلای شي. د ملګرو ملتونو ښځو ځانګې د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو پر وضعت راپور کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اندېښنې وړ بللي.