
نصیب خان: د افغانستان کرېکټ باید له سیاست څخه جلا وساتل شي
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي، چې د افغانستان کرېکټ د سیاسې غچ اخېستنې ښکار شوی او باید له سیاسته جلا وساتل شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي، چې د افغانستان کرېکټ د سیاسې غچ اخېستنې ښکار شوی او باید له سیاسته جلا وساتل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د امریکا دفاع وزارت کې جنرالانو ته د وینا پر مهال ویلي:« له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د شرم وړ خبره ده؛ خو اوس بېرته واک زموږ لاس ته راغلی، بیا به دغه ډول ناوړه سیاست تکرار نهشي.»

د بودجې په سر د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د اختلاف له امله په امریکا کې دولتي ادارې بندې، شاوخوا ۷۵۰زره کارکوونکي یې رخصت او دولتي خدمتونه بند شول. د راپورونو له مخې؛ د دولتي کارکوونکو له رخصتېدو سره سم خدمات بند شول او د مهمو اقتصادي معلوماتو خپرېدل وځنډېدل.

د هند په چېنای ښار کې ځايي چارواکي وايي، چې پېښه د ودانیزو چارو پرمهال د یوې فولاندي اوسپنیزې ستنې د پرېوتو له کبله رامنځته شوې ده. د چارواکو په خبره؛ په یاده پېښه کې ۹ کسان مړه او یو کس ټپي دی.

فرانسوۍ رسنۍ «مډیا پارت» لیکلي، چې د کندهار میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې ډېره ګڼه ګوڼه ده. د دغه څانګې د مشر په وینا؛ د روغتیایي اسانتیاوو د کموالي له امله درې ماشومان په یوه کټ کې بستر دي او ډېری بستر شوي ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا پنجشنبه د (وږي ۱۰مه) د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي.

فلیپین کې ځايي چارواکو ویلي، چې د سېشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د ګڼې ویجاړۍ سربېره لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د دغه ۶.۹ درجې زلزلې له کبله ۲۷ کسان مړه او څه باندې ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برټران خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې، چې تمرکز به یې د افغانانو پر ملاتړ، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو دفاع او د سیمې پر ثبات وي.

برېتانیا د ایران د اټومي پروګرام په پراختیا کې د دې هېواد څه باندې ۷۰ کسان او سازمانونه د هغوی د رول له امله تحریم کړل. په دې نوملړ کې د ایران د اصلي بانکونو او د تېلو او ګازو د ډېرو صنایعو نومونه شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر انټرنېټ او مخابراتو د طالبانو بندیز زیانمنونکی ګام بللی او وايي، چې دغه ډله غواړي نړۍ په افغانستان کې د روانو سرغړونو له وضعیت نه بېخبره پاتې شي.

انټرنېټ د نننۍ نړۍ د وینې د رګونو په څېر دی. کله چې دا رګ پرې شي، ټولنیز ژوند، اقتصاد، زدهکړې او ان رواني وضعیت په ټپه درېږي. افغانستان چې له وړاندې د جګړې، سیاسي ناورین او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د نوري فایبر پرې کېدو له امله د یوې نوې بحراني څپې شاهد دی.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د امریکا د لوړپوړو جنرالانو په غونډه کې پر چاغو پوځي جنرالانو نیوکې وکړې او ویې ویل چې په پنټاګون کې د چاغو جنرالانو لیدل د منلو وړ نه دي. هغه د جنرالانو د ظاهري بڼې پر اهمیت د ټینګار تر څنګ وویل چې له ټولو به د فېټنس ازموینه واخیستل شي.

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدل یو تصادفي ګام نه دی، بلکې د یوې داسې ډلې وېره او ناتواني ښيي چې هېواد یې د ښځو د حقونو د نقض او سیاسي ناپوهۍ له لارې له نړۍ منزوي کړی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلې چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ بندول یوازې یو محدودیت نه، بلکې د افغانستان د ټولنیزو جوړښتونو د ورانولو او د ملي هویت د له منځه وړو هڅه ده. هغه دا ګام د سیمې لپاره د یوې ګواښونکې نښې په توګه یاد کړی.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د هېواد په کچه جوړ شوي «فتح ـ ۴» ځمکني کروز توغندي بریالۍ ازمویښتي تجربه یې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل پر انټرنېټ د طالبانو بندیز ته غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې دا پرېکړه د افغانانو ټولنیز، اقتصادي او نړیوال ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.

د افغانستان یو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو له ایلن ماسک څخه غوښتي چې د سټارلینک له لارې افغانستان ته انټرنېټ ور کړي. دوی وایي چې دا اقدام نه یوازې د بیان ازادي خوندي کوي، بلکې د طالبانو د سانسور پر وړاندې به د افغانانو غږ هم ژوندی وساتي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلی، چې طالبان باید سملاسي انټرنېټ او مخابراتي خدمات بشپړ فعال کړي. یوناما خبرداری ورکړی، چې د انټرنېټ پرې کیدل ډېرې بدې پایلې لرلی شي.

یو لوړپوړي ایراني چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالات پلان لري شاوخوا ۴۰۰ ایرانیان چې ډېری یې په ناقانونه ډول ور ننوتي، وباسي. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر ضد د پراخو اقداماتو یوه برخه ده.

یوې جګپوړې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر انټرنېټي خدمات د روسیې او ایران په مشوره قطع کړي، چې افغانستان ته د لویدیز لاسرسی او نړیوال څار محدود کړي. سرچینه وايي، افغانستان دمګړۍ د امریکا تر هوايي او سایبري او ټکنالوژیک کنټرول لاندې دی.

د تېر جهموري نظام پر مهال د ولسي جرګې استازې او د اسلام اباد غونډې برخه والې فوزیه کوفي ویلي، چې د هغې پر جامو د ځینو کسانو نیوکې د طالبانو له چلند سره ورته والی لري. هغې ټینګار کړی، چې د جامو د رنګ پر ځای باید د ملي بیرغ او د خبرو اترو اصلي پیغام ته پام وشي.