
د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي
د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله د هند د کرېکټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله د هند د کرېکټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر د نورو اسلامي هېوادونو او علماوو له تعبیر او تفسیر سره فرق لري. هغه وايي، د طالبانو «اصولنامه» د قدرت د تحکیمولو لپاره ده.

امریکایي سناتور لینډسي ګراهام له فاکسنیوز سره په خبرو کې ویلي، په منځني ختیځ کې واقعي سوله هغه وخت پیلېږي چې د ایران رژیم نسکور شي. هغه په ایران کې روانو اعتراضونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې د ایران خلک د غوره ژوند لپاره سړکونو ته راوتلي او د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ مستحق دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو د اسراییل ۱۳چینل سره مرکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په اړه ویلي: «زه د یوې رښتینې هوکړې لپاره هېڅ چانس نه وینم. هغوی ښايي پر ځینو مسایلو هوکړه وکړي، خو په ټوله کې یې له دې وړاندې هر ډول هوکړه ماته کړې ده».

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به د مستقیمو الوتنو شمېر زیات شي. نوموړي ویلي، چې د اریانا هوايي شرکت د اونیزې الوتنې ترڅنګ به ډېر ژر کام ایر هم مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.

په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور پراخ کړی، ترکیه، مصر او قطر هڅه کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ترمنځ په انقره کې د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړي.

په ناټو کې د امریکا سفیر فاکسنیوز ته ویلي، چې د کړکېچ کمولو توپ اوس د ایران په میدان کې دی او د ټرمپ صبر هم په ختمېدو دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران ساحلونو ته د امریکا د سمندري بېړیو ځای پر ځای کول یوازې د ځواک ښودنه ده او ټرمپ د ایران د بېثباته کولو نیت نه لري.

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د یوه ناروغ د مغزي تومور جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول. د ډاکټرانو په وینا، ناروغ تر جراحي درملنې وروسته په بشپړه توګه رغېدلی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تهران واشنګټن ته خبرداری ورکړی، چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، پایله به یې یوه پراخه سیمهییزه جګړه وي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر نورالله نوري سره د سرحدي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي. د افغانستان او ایران تر منځ ګډه پوله شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره دی.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د پاکستان لهخوا په نړۍوال جام کې د هند له لوبډلې سره د لوبې نهکولو پرېکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، دا ډول انتخابي ګډون د نړۍوالو سیالیو له اصولو سره په ټکر کې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو له لیبراسیون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په یوه وخت کې د ایران پر وړاندې هم پوځي انتخاب او هم د مذاکرې لاره پر مېز ایښې ده او تهران باید د اساسي امتیازونو په ورکولو او د خپل چلند بدلولو ته غاړه کېږدي.

د هلمند لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې دوه کسان د اختطاف کوونکو له منګولو ژغورلي دي. د دوی په وینا، ۵ اختطاف کوونکي یې هم په تړاو نیول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي، چې له افغانستان څخه پر پاکستان کېدونکي ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د نوموړي په خبره، دا وضعیت د پاکستان لپاره د زغم وړ نه دی.

د پروان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دوو ښځو په ګډون یې ۸ کسان د نشهيي توکو د ساتنې، قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي. په غور کې هم ۳ غله چې له یوه کوره یې ۵۰۰ زره افغانۍ او د ۲ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو، لاس په لاس نیول شوي دي.

په بادغیس کي د ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنیو لپاره د اختصاص شویو غنمو او نغدو پیسو د مرستو وېش پروګرام پيل شو. د بادغیس لپاره د طالبانو مسوولین وايي، هرې کورنۍ ته به ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو ادارې له رییس سره کتلي او د کروندګرو لپاره یې د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) له ایران او پاکستان څخه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۱۶۴۷ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په هرات کې د سمنټو پروژې له روانو چارو د لیدنې پرمهال د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت یې ترسره کړي.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د قطر د ښاروالۍ له وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره په کتنه کې د کابل او دوحې د ښاروالیو تر منځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د امریکا او اسراییل جګپوړو جنرالانو له ایران سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې خبرې اترې کړې دي. چارواکو د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین او د اسراییل د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ایال زمیر ترمنځ د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزییات نه دي څرګند کړي.