
بلاول بوټو د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه وکړه
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانانو تر څنګ د ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديز لګېږي. د فرمان په متن کې ځینې استثناوې هم راغلې دي، چې د ځينو افغان وګړو سفر ته لاهم اجازه ورکول کېږي.

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده. نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمانپه لاسلیکولو سره د افغانانو په ګډون د ۱۱ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیزونه ولګول. د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۵مه) د دغه خپاره شوي فرمان له مخې؛ ان کډوال هم نه شي کولای چې امریکا ته داخل شي.

نن (د جون ۵مه) د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.

د ایران امنیتي مسوولینو په تهران کې د فراجا د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د ۱۳ غړو د نیولو خبر ورکړی. د دوی په خبره، نیول شویو کسانو غوښتل چې په دې وروستيو کې په یو لړ مراسمو کې تخریبي او بمې بریدونه ترسره کړي.

د سيبياېس شبکې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون له ۱۲ هېوادونو امریکا ته سفر منع شوی دی.

ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د اسیا کپ کرېکټ سیالۍ د هند او پاکستان د روانو ناندریو له امله ځنډېدلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ په ښار او بازارونو کې پر دېوالونو د دغه ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د ویناوو او پیغامونو د لیکلو چارې پيل کړې. طالب ښاروال عبدالله روحاني وايي، دا هڅه د ښاري ښکلا او د عامه پوهاوي د پياوړتيا په موخه تر سره کېږي.

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وړاندیز شوی پرېکړهلیک ویټو کړ، چې په غزه کې له قید او شرط پرته یې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله. د امنیت شورا پاتې ۱۴ نورو غړو بیا دغه پرېکړهلیک تایید کړی دی.

په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي د پخواني حکومت له هغو ډیپلوماتانو څخه دی، چې له طالبانو سره یې بیعت کړی دی. سرچینې وايي، طالبان د رحیمي په مشرۍ سفارت ته په میاشت کې لږترلږه ۲۰ زره یورو ورکوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظاباد ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر وژنې تورن له پولیسو نه د تېښتې پرمهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې۹۷ کسان وژل شوي او ۴۴۰ نور ټپيان دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي، چې هېواد یې باید د اوکراین د وروستیو بریدونو ځواب ورکړي. دا خبرې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو لهخوا د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو تر برید وروسته شوې دي.

د جرمني نوي حکومت اعلان کړی، چې له پاکستانه به ۲۵۰۰ هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د مېشتېدو شرایط لري، ولېږدوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته وویل، د پخواني حکومت ژمنې ته چې له مخې یې له ګواښ سره مخ افغانان له سیمې وباسي، وفادار پاتې کېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښهوالي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک لاهم د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د لوی اختر په مناسبت، د کندهار ښار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت سخت شوی او د ښار مهمو دیني، دولتي او عامه ځایونو ته د خلکو تګ راتګ له جدي څارنې او تالاشۍ سره مخ دی. طالبانو هغه جوماتونه او سيمې تر سخت څار لاندې نیولي، چې د اختر لمونځ په کې ادا کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.

د هند د بنګلور ښار په دوو بېلابېلو سيمو کې د هند د کرېکټ غوره ليګ د سياليو د اتلې لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور د بريا د لمانځغونډې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. دغې لوبډلې له ۱۸ کلن ځنډ وروسته اتلولي خپله کړې.