
اروپايي اتحادیه د فلسطین د بیا رغونې لپاره د مالي تمویل یوه ډله جوړوي
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فوندرلاین د اروپايي اتحادیې په نوښت د غزې ښار د بیا رغونې د لګښتونو د برابرولو لپاره د یوه مالي تمویل د ډلې د جوړېدو خبر ورکړ.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فوندرلاین د اروپايي اتحادیې په نوښت د غزې ښار د بیا رغونې د لګښتونو د برابرولو لپاره د یوه مالي تمویل د ډلې د جوړېدو خبر ورکړ.

اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو امریکايي او دوو عربي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر به د سېشنبې په ورځ د تلې پر لومړۍ نېټه د غزې د سولې او له جګړې وروسته د دې سیمې د حکومتولۍ په اړه یو تازه وړاندیزي طرحه د یو شمېر عربي هېوادونو مشرانو مخې ته کېږدي.

د پاکستاني بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د خپل ګوند (تحریک انصاف پاکستان) له غړو غوښتي، چې په پېښور کې د سپټمبر په ۲۷مه جلسه کې ګډون وکړي. هغه د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د دغې جلسې لپاره بشپړ تیاری ونیسي.

فرانسې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د یوې نړۍوالې غونډې پر مهال د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. دا په داسې حال کې ده، چې پاریس د برېتانیا او کاناډا په ګډون د هغو لوېدیځو هېوادونو په کتار کې ورګډ شو، چې د یکشنبې په ورځ یې دغه تاریخي اقدام ترسره کړی و.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې، انګلستان، اسټرالیا، کاناډا، پرتګال او نورو هېوادونو له خوا د فلسطین د دولت د په رسمیت پېژندنې هرکلی وکړ او دغه راز یې له هغو هېوادونو چې تراوسه یې فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی غوښتي چې په رسمیت یې وپېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په نیویارک کې سره خبرې اترې وکړې. دا لیدنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیايمې غونډې په څنډه کې شوې ده.

د بامیان ولایت د شېبر ولسوالۍ په محمد کېچه کلي کې د دوو قومونو تر منځ په جګړه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د څلور کسانو وضعیت ډېر نازک دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د امریکا د ولسمشر له لوري د بګرام هوايي اډې د غوښتنې په غبرګون ویلي، امریکا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله طالبان ترهګر بلل، خو د بګرام او تجهیزاتو په ګډون یې ټول افغانستان وروسپاره.امریکا د افغانستان د بیا «اشغال» لپاره بګرام غواړي، نه د چین د مقابلې لپاره.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرچینې وایي، په هېواد کې د طالبانو د مشر په امر د نوري فایبر انټرنېټ په بندېدو سره له ګمرکونو او دولتي بانکونو سربېره، سوداګریز خصوصي بانکونه له ستونزو سره مخ شوي او تازه د هېواد په درېیو سوېلي ولایتونو کې بانکونه فلج شوي او هېڅ راکړه ورکړه نه لري.

د جرایمو د پېښو له ډېرېدو سره هممهاله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې د هېواد په لسو ولایتونو کې ۳۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د طالبانو مخالفه مقاومت جبهه وايي، په بغلان ولایت کې یې په یوه هدفي برید کې د تخار ولایت لپاره د طالبانو د چټک غبرګون قطعې قوماندان ملاهبت خان مشهور په ملاسنګین له خپلو دریو ساتونکو سره یوځای وژلی دی. طالبانو تراوسه ددې پېښې پخلی نه دی کړی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدلي او د زلزلهځپلو درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د طبي وسایلو برابرولو پر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي. سفیر ویلي چې د ټپیانو د عملیاتو لپاره به د قزاقستان یوه ۲۰ کسیزه ډله کابل ته لاړه شي.

د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی میر اعظم خان د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. یاد ګوند د نوموړي ترور لویه ضایع بللې او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې عاملان ونیسي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي پاکستان د تورخم دروازه د نامعلومو دلایلو له امله وتړله. نوموړي له مسافرو غوښتی چې تربلې خبرتیا پر دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د خیبر تیراه تېره شپه د پاکستان د یوه هوايي برید شاهده وه، چې تر ۲۰ پورې ملکي کسان پکې وژل شوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې امریکا به پر افغانستان د نوي پوځي برید جرئت و نه کړي. کابلوف زیاته کړې، چې «زه داسې فکر نه کوم. دا خبره د ګرینلنډ او کاناډا له تبلیغاتي شور سره ورته ده».

د تېر جمهوري نظام د لسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش پیل دی. صالح وايي، دی ډاډه نه دی، چې د پاکستان اصلي اردو او انګریزي ژیرسنیو دې ددغه برید په اړه رپوټ خپور کړی وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته ورسېد. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د ننگرهار ولایت د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۳ زره او ۷۲۸ نشه يي تابلیتونه نیولي دي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا په امر ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان شمال ته د ملا هــبت الله د سفر په تړاو د لیکل شوې سفرنامې کتاب خپور کړی. طالب چارواکي وايي، په دغه کتاب کې «ټول ولس» او په ځانګړې توګه مسوولانو ته مهمې لارښوونې او سپارښتنې راټولې شوې دي.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تېراه کې د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د ریاستي بریدونو له امله ښځې او ماشومان په وینو لمبول شوي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توس وايي، په خپل هوايي حریم کې روسي ډرونونه او نور الوت توکي، چې د پولنډ هوايي حریم نقض کوي، ولي. نوموړي دغه رار ویلي، په هغو پېښو کې به احتیاط کوي، چې وضعیت یې مبهم وي.