
طالبان: په لوګر کې دا مهال ۱۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي
په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۱۱۵ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

په لوګر ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۱۱۵ روغتیایي مرکزونه فعال دي.
د اسراییل پوځ وایي، چې د سوریې له خاورې څخه د جولان سیمې په لوړو د توغندیو له لګېدو ورسته یې د سوریې په سوېل کې ځینې موخې په نښه کړې دي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې چارواکي وایي، چې د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ۸ مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو لهخوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.

په پرتګال کې د جنايي جرمونو یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان د لېسبون ښار په یوه اسماعیليه مرکز کې د دوو ښځو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.

په سوېلي کوریا کې له پراخوا سیاسي ګډوډیو وروسته د چهارشنبې په سهار (د غبرګولي ۱۴مه) د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لي جې میونګ» د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی دی.

د نایجریا په مرکزي برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور بیا لاتراوسه تري تم دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په سوېلي سیمه رفح کې د مرستو د وېش مرکز ته نېږدې د اسرایيلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د متحدهعربي اماراتو د ښار محکمې دوه اسیایي وګړي د دوبۍ د ټکسي شرکت د کارګرانو په استوګنځي کې د نشهيي توکو د کارونې له امله پر درې میاشتني بند محکوم کړي دي. د بند مودې له تېرېدو وروسته به دا کسان له دغه هېواده و اېستل شي.

د پاکستان د جیونیوز ټلوېزیون د راپور لهمخې، د پاکستان په حافظاباد ښار کې وسلهوالو کسانو پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخې ته ډلهییز جنسي تېری کړی دی. دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغې په ډاګه کېږي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده.

د غزې د بشري مرستو بنسټ چې د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، وایي چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.

د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان وکړ، چې د یوه تعلیمي بنسټ سره په ګډه یې د افغان مېرمنو د حقوقي زده کړو یوه پروژه پیل کړې ده. دا پوهنتون چې په اسټرالیا هېواد کې دی، وايي چې د افغان مېرمنو لپاره به دغه پروګرام د یوه کاله لپاره وي.

د قوشتېپې کانال د ازبکستان او ترکمنستان اندېښنې زیاتې کړې دي. د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې په یوې مقاله کې ویلي، دا هېوادونه د کرنې او برېښنا لپاره د اوبو ډېرې اړتیاوې له امو سیند نه ترلاسه کوي او وېره لري، چې دا پروژه به د دوی د اوبو سرچینې کمې کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا په پېښور ښار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د دغه هېواد پوځ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت ته داسې درس ورکړی، چې تر قیامته به یې هېر نهکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، چې د مې په میاشت کې ۱۵ زره او ۶۷۵ افغانې کورنۍ په زوره له ایرانه اېستل شوي دي. د راپورونو له مخې، دا شمېر د اپرېل میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی، چې د امریکا متحدهایالاتونو د مالي ملاتړ له دوام پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو بېبرخې پاتې شي.

رویال جلنجرز بنګلور لوبډلې له ۱۸ کلن انتظار وروسته د ۲۰۲۵ کال د هند د غوره لیګ کرېکټ سیالیو اتلولي خپله کړه. د دې سیالیو په پایلوبه کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې پنجاب کینګز ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناډولو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره ټېلیفوني خبرې کړې دي.

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او د ټولنیزو رسنیو له پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی. سرچینې وايي، چې دا اقدام په هالنډ کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي له خوا شوی، چې له طالبانو سره همکاري کوي.

له ننګرهار نه ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ۱۰ افغانیو پر سر د شخړې په ترڅ کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.