
طالبانو په پنجشېر کې د یاقوتو ۱۰ نوي کانونه کشف کړي
په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حصهاول ولسوالۍ کې د یاقوتو لس نوي کانونه پېژندل شوي او هممهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د بیروج ډبرو کېندنه هم پیل شوې ده.

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په حصهاول ولسوالۍ کې د یاقوتو لس نوي کانونه پېژندل شوي او هممهاله په ابشار او عنابه ولسوالیو کې د بیروج ډبرو کېندنه هم پیل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې له دې امله زیانمنې شوې چې دوی ترهګرو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. دراني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۸مه) پر اېکس پاڼه کړې دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، د اریجېټ سېنګ د مینهوالو د تمې خلاف هغه به په ۲۰۲۶کال کې د فلمونو لپاره سندرې ویل پرېږدي. نوموړي د خپلې یادې پرېکړې په اړه لیکلي:« زه دغه لړۍ پای ته رسوم. دا یو ښکلی سفر و، نور به د پردې ترشا د فلمونو لپاره د سندرو ویلو نوی وړاندیز ونه منم».

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) اعلان کړی، چې د لوګزامبورګ حکومت له لوري ورکړل شوې ۲ مېلیونه یورو مرسته به په هېواد کې د اړینو خدمتونو پراختیا، اقتصادي پیاوړتیا او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت لوړولو په برخه کې ولګول شي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

اېسنا خبري اژانس د ایران اړوندو قضايي چارواکو په حوالې راپور ورکړی، چې د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور د یو کس د اعدام حکم له قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته عملي شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور عليمه خان وایي، چې نوموړی د شکنجې لپاره په انفرادي بندخونه کې ساتل شوی. هغې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې له عمران خان سره پر لېدنې کتنې بندیز لګېدلی او په تېر يو کال کې له نوموړي سره د ګوتو په شمېر د ملاقاتو اجازه ورکړل شوې ده.

په هرات کې د طالبانو تر واک لاندې د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د روزنک تمځای مسوولین وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دې لارې ۳۸۳زره او ۸۰۷ ټنه واردات شوي دي. دغه طالب مسوولینو زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې ۴ واګونه صادرات هم کړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بغلان ولایت د بورې فابریکې سږ کال ۱۲۰ ټنه بوره تولید کړې ده. د یادې فابریکې مسوولینو ویلي، دوی هرکال د بورې د تولید کمپاین پیلوي او سږکال هم د ۸۰۰ ټنه لبلبو څخه دغه اندازه بوره ترلاسه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د انټرنېټ د دوامداره بندیز او د حکومت لهخوا سوداګرو ته د حکومتي مامورینو تر څار لاندې په سوداګرۍ خونې کې د ۲۰ دقیقو لپاره د انټرنېټ د اجازې ورکړې ته په اشارې سره لیکلي: «دغه اقدام د ایران د رژیم د معلوماتو د بهیر څخه وېره» ښیي.

د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې ترسره کېږي.

په پاکستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو یوشمېر افغان زدهکړیالان وایي، د ویزې ستونزې او د اوسېدو قانوني اسنادو نشتوالي یې زدهکړې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي. د دغه زدهکړیالانو په وینا؛ د تحصیلي ویزو د ورکړې لړۍ بندېدو له امله د نیول کېدو او جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

فاکس نیوز د سېشنبې په ورځ راپور ورکړی، د امریکا د کورني امنیت وزارت درې ایرانيان چې د «پېژندل شویو یا شکمنو ترهګریزو فعالیتونو» سره یې تړاو لاره؛ له امریکا واېستل. په راپور کې دغه کسان د احسان خالدي، محمد مهراني او مرتضی نصیري کاکولکي په نوم پېژندل شوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې مرغومي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹۹زره او ۸۲۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرداوف سره د دوه اړخیزو ګټو، د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا او د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پلانونو خبرې کړې دي.

د اندونیزیا په لوېدیځ باندونګ سیمه کې د ځمکې ښویېدو له امله لږترلږه ۳۴ کسان مړه او ۳۲ نور تري تم دي. ځایي چارواکي وایي، د لادرکه شویو کسانو د پلټنې عملیات د باران له امله له خنډ سره مخ شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایوا کې د وینا پر مهال وویل: «یوه بله ښکلې بېړۍ همدا اوس د ایران پر لور روانه ده؛ دا ډېره ښکلې روانه ده، وبه ګورو څه کېږي». ټرمپ دا هم ویلي: «هیله لرم هغوی یوې هوکړې ته ورسېږي».

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکو د پلازمېنې کابل او اړوندو ولایتونو لپاره د پلخمري – کابل ۲۲۰ کېلو ولټه وارداتي برېښنا مزي دویم پرې شوی سرکېټ په لنډمهالي ډول نښلولی.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو لسګونه بنسټونو په یوې ګډې اعلامیه کې د طالبانو لهخوا د ښځو او لږکیو پر وړاندې «سیسټماتیکې ځپنې، جنسیتي توپیر، غلامۍ او بشري جنایتونه» سخت غندلي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې دغه کړنې دې د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د جمرود فوټبال لوبغالي کې راوبلل شي. هغه د تیراه د وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته ترهګر یو ځل بیا سیمو ته ستانه شوي.