
اسراییل د حماس د اوربند وړاندیز رد کړی
رویټرز خبري اژانس د یوه اسرایيلي چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د حماس له خوا د اوربند نوی وړاندیز رد کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د یوه اسرایيلي چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د حماس له خوا د اوربند نوی وړاندیز رد کړی دی.

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو په کابل، بدخشان، پکتیا او لغمان ولایتونو کې لس تنه د نشهيي توکو د پلور، زنا، لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په دُرو وهلي دي.

ځایي سرچینې وايي چې د تخار ولایت په مرکزتالقان ښار کې چاودنه شوې ده. د عیني شاهدانو په وینا، دا چاودنه د دوشنبې په ماښام د « د تېل پلورنې پخوانۍ څلورلارې» په سیمه کې شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په تهران کې وویل چې پاکستان له هند سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، څو په سیمه کې سوله ټینګه شي، خو زیاته یې کړه، چې هر ډول تېری به یې له قوي غبرګون سره مخ شي.

حماس د غزې په تړانګه کې د مرستو له لاریو نه د توکو د غلا کولو په تور څلور کسان اعدام کړي دي. یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ روېټرز ته ویلي، چې یاد څلور کسان تېره اونۍ د دې ډلې د شپږو امنیتي سرتېرو په وژنه کې هم ښکیل ګڼل شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د داعش د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې داعش خراساني مني چې په بلوچستان کې روزنیر کمپونه لري. خلیلزاد زیاتوي چې ویډیو ښيي داعش خراسان او پاکستاني نظاميان د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ پرضد په یوه طرف ولاړ دي.

که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ هوايي جګړې نه وروسته د مې میاشتې په لسمه نېټه اوربند شوی او دغه اوربند د دواړو هېوادونو د پوځونو له خوا رعایت شوی هم دی، خو له دې سره سره د دواړو هېوادونو وسلهوال ځواکونه د تیارسۍ په حال کې یوه بل ته مخامخ پراته دي.

د طالبانو یو شمېر غړو د دې ډلې د مالیې وزارت د یو مکتوب په خپرولو سره ویلي، چې په ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکولو لپاره یې ګامونه اخیستي دی. د طالبانو مالیې وزارت ددغو کارکوونکو د معاشونو د تطبیق لپاره دوه میلیارده او ۵۱۰ میلیونه افغانۍ بېلې کړې دي.

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.

د روسیې امنیت شورا اعلان کړی چې د طالبانو رسمي چارواکي به د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو په نړېواله غونډه کې، چې د مې له ۲۷ مې نه تر ۲۹ پورې د «روسیې ملي مرکز» کې جوړېږي، د لومړي ځل لپاره ګډون کوي.

په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د پنځه زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی. د ۶۷ ښځینهوو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له افغانستان نه وتلي دي.

افغانستان انټرنشنل په رسېدلي یوه مکتوب کې راغلي چې د ننګرهار د طالبانو د پوهنې ریاست کاري وخت له ۸ څخه پیل کیږي او تر ۶ بجو دوام کوي، چې دوه ساعت به اضافه کاري کوي.

سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د فرغامنج کلي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ شخړه دویمې ورځې ته غځېدلې. د سرچینو په وینا، د دغه کلي خلکو هڅه وکړه چې د طالبانو په ډزو کې د وژل شوي کس جسد له ځان سره د مظاهرې او عدالت غوښتنې په موخه یوسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تهران له طالبانو سره په دوامداره اړیکه کې دی. ددغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران ډیالوګ فورم کې د ګډون لپاره ایران ته ورغلی و او یو لړ لیدنې کتنې یې هم درلودې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د دوشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره وګوري. د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وايي، چې هاکان فیدان نن مسکو ته سفر کوي.

کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.

د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې او وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.