
امرالله صالح: د طالب نسکورول باید خپل لومړیتوب وټاکو
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې طالبانو د افغانستان د ټولو خلکو روح او روان ټپي کړی او اوسنی وضعیت له نسکورولو پرته بله حل لاره نه لري.

د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې او وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د لوېدیځ چین نړۍوال نندارتون پرانیست غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې تېرو جګړو له ګاونډیو هېوادونو دا فرصت اخیستی و؛ څو د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه د اقتصادي همکاریو د څلورلارې په توګه ګټه واخلي.

پاکستان د افغانستان پر ټاکلو صادراتو ۱۰سلنه مالیه لرې کړه؛ د پاکستان له دغه اقدام څخه موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو ښهوالی ښودل شوی دی.

د طالبانو بیا ځل واکمنېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ګډون د نړۍوالو ادارو وتو چین ته فرصت ورکړ؛ څو د افغانستان د پانګونې مارکېټ ته ننوځي او له شته خلا څخه ګټه پورته کړي.

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري وايي، چې د افغانستان سره د ګډو پولو د بندولو پروژه د مصنوعي ځیرکتیا او برېښنایي ټکنالوژۍ په مرسته پلي کوي.

د افغانستان د مدني او ډېموکراټیکو ځواکونو شبکې ویلي، چې په ترکیه کې یې د «انتالیا بهیر» په نوم د افغانستان په تړاو د مدني ټولنو غونډه پیل کړې چې په ترڅ کې یې د طالبانو د واکمنۍ نږدې څلور کلنې واکمنۍ او راتلونکي په تړاو ارزونه کېږي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، چې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي ټوبیاس کراوس سره یې په لیدنه کې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا په سوېلي کارولینا ایالت کې چارواکي وایي، چې په هریټ ساحلي ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې؛ تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د ټپیانو د وضعیت په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

د ایران د اورګاډي ادارې اجرایوي مشر جبار علي ذاکري وایي، چې د ټاکل شوي پلان له مخې به سږکال ۵۰۰ زره ټنه ټرانزیټي توکي د اورګاډي له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

د پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې ویلي، چې پرون د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۴مه) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي ۴۸۳تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې اېستل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» په یوې خبرپاڼه کې د دغه هېواد د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري هغه څرګندنې شرموونکې بللې دي، چې د «یوه پاکستاني وینه یې تر زرو افغانانو» ارزښتناکه ګڼلې وه.

په بامیان ولایت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د یونسکو مشرې پېټرېشیا مک فېلېپس سره په لیدنه کې د تاریخي ځایونو او کلتوري میراثونو د بیارغونې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ويلي، شاوخوا ۱۱۰ زره کډوال او پناه غوښتوونکي چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي؛ له هغو کسانو څخه دي، چې په خپل هېواد کې په لوړه کچه ګواښونو سره مخ دي.

له هغه وروسته چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په اوکراین کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د امریکا چوپتیا وغندله؛ ولسمشر ټرمپ پوتین ملامت کړ.

په بنګله دېش کې ځایي رسنیو د دغه هېواد د کورني جرمونو محکمې د څارنوال تاج الاسلم له قوله خبر ورکړی، چې د (غبرګولي ۴مه) د یکشنبې په ورځ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د حکومت د یو شمېر لوړپوړو غړو محاکمه پیل شوې.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) یو شمېر غړي نیولي او پر وړاندې یې اقدامات هم کړي دي.

د پاکستان پوځ وایي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د تحریک طالبان پاکستان نهه غړي وژلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له ایران سره یې خبرې اترې ښې روانې دي. نوموړي هیله ښودلې، چې ښایي ډېر ژر به له ایران سره د خبرو اترو په برخه کې ښه خبرونه ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ په کابل کې د ازبکستان له سفیر عثمان اویبېک سره د سوداګریز راکړو وکړو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

کویټ د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې د څه باندې ۳۷ زره کسانو تابعیت لغوه کړی، چې لږ تر لږه ۲۶ زره یې ښځې دي.