
اوکراین له روسیې سره د جګړې لپاره ۱۲۰ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري
د اوکراین نوي ټاکل شوي دفاع وزیر ډینېس شیمال ویلي چې اوکراین په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي چارو لپاره شاوخوا ۱۲۰ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د اوکراین نوي ټاکل شوي دفاع وزیر ډینېس شیمال ویلي چې اوکراین په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي چارو لپاره شاوخوا ۱۲۰ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

په ترکیه کې د طالبانو سفارت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې سفیر د ترکیې لپاره د متحده عربي اماراتو له سفیر سره لیدلي او پر دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي مسایلو یې خبرې کړې دي.

یو ۲۰ کلن ځوان د برلین هنري او کلتوري مرکز ته نژدې د دوو کډوالو ډلو په نښته کې په چړو ووژل شو. پولیسو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د جرمني رسنیو د راپورونو لهمخې دا نښته د جمعې پر شپه د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ شوې ده.

د فرانسې ټاکل شوي نوي لومړي وزیر سباستین لوکورنو ویلي چې د دغه هېواد د مالي ثبات د ساتلو په موخه به یو لړ اقدامات وکړي. د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې له مخالفو ګوندونو سره په ګډه د ۲۰۲۶ کال بودجه هم تصویب کړي.

د نوې وزیرې نوم «ډیلا» دی، چې په البانیايي ژبه کې د «لمر» په مانا ده. ډیلا تر دې وړاندې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاټفورم«یي البانیا»په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر غړو د اسراییل له برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ۶ ورځني سفر اسراییل او بریټانیا ته روان شوی دی. هغه اسراییل ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل، پر قطر د اسراییل برید د امریکا او اسراییل تر منځ اړیکې نه شي بدلولی.

امریکا له خپلو متحدانو«جي ۷»هېوادونو غوښتي چې پر هغو هېوادونو تعرفې ولګوي، چې د روسیې له نفتو سره پراخه سوداګري کوي، په ځانګړي ډول هند او چین.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) په کندهار پوهنتون کې زرو تنو زده کړیالانو د استوګنې لپاره معياري ليليه، چې «دارالصالحین» نومیږي، فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي «کوروش رجبي» نن شپه (شنبه د وږي ۲۲مه) د پاکستان په لاهور ښار کې خپل پاکستاني سیال «بلال حسین» ته ماتې ورکړه او ورسره یې د «ای ایف ټي» سازمان کمربند وګاټه.

د افغانستان په ختیځ کې لسګونه زره کورنۍ، چې د وروستیو زلزلو له امله بېکوره شوي، یوازې څو اوونۍ مخکې له ژمي، لا هم بېسرپناه ژوند کوي. د سختو غرنیو سیمو جغرافیه، نړېدلي کورونه او د مرستو د نه رسېدو ستونزو د دوی ژوند لا پسې له کړاوونو ډک کړی دی.

د ملي بسیج جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د استخباراتو طالب مدیر «قاري شبیر احمد» د وژنې مسوولیت ومانه. قاري شبیر احمد د جمعې ورځې په مازدیګر (د وږي ۲۱مه) په خپل کور کې په ډزو سره وژل شوی دی.

د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بغاوت د پاکستان له کنټروله وتلی. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د دواړو ایالتونو د ولسونو سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړی او یوازې د زور په کارولو هڅه کوي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وايي، دغه پیسې د طالبانو له بودجې څخه برابرې شوي، چې په ترڅ کې به یې د هر قرباني کورنۍ ته ۲۰ زره او د هر ټپي کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب او جوزجان تر منځ د «طوطي میدان» د ګازو پروژې عملي چارې به سبا (یکشنبه د وږي ۲۳مه) د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پیل شي. د «طوطي میدان» د ګازو د اېستنې هوکړه پروسږکال له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوې وه.

د اسراییل لومړي وزیر«بنیامین نتنیاهو»ویلي، د حماس لوړپوړي مشران چې په قطر کې اوسیږي، د غزې د خلکو په اړه هېڅ پروا نه لري او د اوربند ټولې هڅې یې له خنډ سره مخ کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د محمد رفیق په نوم یو ځايي پولیس د شنبې په سهار (د وږي ۲۲مه) د «مرکزي کُرم» له «جوداره» سیمې څخه وسله والو تښتولی او لاتر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام، دا ځل په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه او مشهوره عالي لېسه هم د پاکستاني چارواکو له خوا وتړل شوه. د دغې لېسې مسوولین وايي، د ځايي حکومت له پرله پسې چاپو او ګواښونو وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.

د پنجشېر په مرکز بازارک کې سیند دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او څو ساعته وروسته یې مړي موندل شوي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) رامنځته شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د امو سیند نفتي حوزې له قشقري سیمې د لیدنې پر مهال ویلي، د قراردادي شرکت له تګ وروسته چارې د پخوا پر تله ښې روانې دي. له دې وړاندې د امو سنید نفتي حوزې قرارداد له یوه چینايي شرکت سره شوی و.

امریکایي وګړې«في ډی هال»چې د روان کال د حمل په میاشت کې د طالبانو له بنده خوشې شوې وه، ویلي دي چې له هغې سره په بند کې یو ځای، باربي رینولډز (۷۶کلنه) او مېړه یې پیټر رینولډز (۸۰کلن)، اوس مهال د طالبانو په زندان کې د سختو او بدو شرایطو له امله د «مرګ سره لاس او ګرېوان» دي.

د طالبانو مخالف سیاستوال «اسماعیل خان» ته نږدې سیاسي او نظامي کس چې «معروف غلامي» نومېده د شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره وژل شوی. اسماعیل خان ته نږدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د معروف غلامي د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.