
د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې: سیلانیان د طالبانو تبلیغاتي وسیله ده
د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.

د ځايي سرچینو په وینا، د شنبې شپې ناوخته د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ګلهتوت کلي یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې هم د مداخلې او د مخنیوي هڅې له امله په چاقو وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې یو توغندی چې د یمن له لوري د اسراییلو پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی. د دوی په وینا، د برید مسوولیت ایران پلوه حوثي یاغیانو منلی. د اسراییل پوځ ویلي چې د برید پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه کړنګېدلي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې تورخم ښارګوټي کې د کرنې ریاست د نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان نه واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا الوګان بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، د عقیدې دیوالونه باید دومره لوړ او پياوړي وساتل شي، چې غلیم ته د تیري فکر زړه ته ورنه شي. خالد حنفي زیاتوي چې «د قلم سم کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع لپاره کار ترې واخیستل شي».

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، په افغانستان کې مېلیونونه څاروي د خولې او پښو ناروغۍ «طبق» له خطر سره مخ دي.دغې ادارې ویلي، چې دغه ساري ناروغي په چټکۍ سره مخ په خپرېدو ده.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ځانګړې ډلې چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د فرغامنج کلي ته د کوکنارو د کروندو لهمنځه وړلو لپاره ورغلې وې، له بزګرانو سره په نښته کې ښکېلې شوې دي.

په داسې حال کې چې پاکستان له خپل پخواني سیال هند سره د ډرونونو او توغندیو تر تبادلې وروسته په سخت حالت کې پاتې شوی، دغه هېواد له چین او افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې چټکې کړې، چې کېدای شي له نږدې څلورو کلونو وروسته د اسلاماباد او کابل ترمنځ د رسمي اړیکو د بیا پیل لامل شي.

د غږېزو سندونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، له څو ورځو راهیسې د بدخشاني طالبانو او د دې ډلې د والي ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی. د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال صلاح الدین سالار په بدخشان کې خپل پلرني ټاټوبي ته تللی او هلته د والي پر ضد مشورتي غونډې کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د یوه خبري کنفرانس پرمهال له افغانستان سره د دغه هېواد د «ورورولۍ» اړیکو یادونه کړې ده او له افغانانو یې غوښتنه کړې، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې د کبر، بخل او ظلم پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. سیاف پر خپله اېکسپاڼه طالبانو ته له مستقیمې اشارې پرته لیکلي، «چې ربه ته مو له کبر او بخل او ظلم څخه وساتې.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د ترکيې، ايران، تاجکستان او اذربايجان په شپږ ورځني رسمي سفر روان شوی. نوموړی به نن (يکشنبه) په ځانګړي الوتکه کې استانبول ته ورسیږي. هغه به د هند پر وړاندې برید کې د دغو هېوادونو له همکاریو مننه هم کوي.

په کندهار کې یو شمېر دولتي مامورین وايي، طالبانو د تېرو دوو میاشتو معاشونو د نه ورکړې ترڅنګ د هغوی پر کورونو برېښنا هم قطع کړې ده.

د پخواني حکومت جګپوړي چارواکي عبدالکریم خُرم وايي، د نه مشروعیت په حالت کې، چې په ټولو نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب تعلیق شوی، ملي وفاق او همدلي مهم شرط دی او که یو شمېر افغانان ځانونه تجرید شوي او محروم وانګیري نو باید پوه شو، چې هېواد ته مو ساعتي بم اېښی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یوځل بیا اعلان وکړ، چې نوی ډیلی به ترهګر او د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي پرې نه ږدي او له تصور هاخوا سزا به ور کړي.

د چمن پرلت والو د خپلو ۱۰ غړو د نیولو کېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی. لاریون وال وايي، ښار کې یې کاربندیز اعلان کړی او د چمن ـ کوټې ترمنځ لاره یې هم د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده له «جهادي مدرسو» څخه په ولایتونو، د طالبانو ادارو او قومونو او قبایلو کې د خپل نفوذ لپاره کار اخلي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هبت الله په ولایتي کچه ډېری ګومارنې د جهادي مدرسو د مهتممانو او د علماوو شوراګانو په مشوره کوي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې سبا د دوشنبې په ورځ د کېنیا په نایروبي کې محکمه د ظاهر قدیر د استیناف غوښتنې غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي. له دې وړاندې د کېنیا یوې محکمې پرېکړه کړې وه، چې هغه به امریکا ته وسپاري.

په امریکا او سریلانکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسن حقاني وایي، چې امنیتي او استخباراتي ادارې باید د ناورینونو په حل کې له پخوانیو تجربه لرونکو سیاسي څېرو کار واخلي؛ ځکه چې نوي کسان خپل حدود نه پېژني.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر وايي، چې افغانستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېرو میاشتو پرتله زیاتوالی ښیي. دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو یوازې په یوه میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي.