
د پاکستاني ځواکونو او د ټيټيپي جنګیالیو مړي سره تبادله شول
د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یوې ځايي جرګې په منځګړیتوب د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ د وژل شویو جنګیالیو مړي سره تبادله شوي دي. په دې لړ کې ۷ مړي د پاکستاني پوځ او ۱۱ یې د ټيټيپي جنګاليو وو. دغه جنګیالي په پښتونخوا کې وژل شوي وو.



















