
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو «نامسوولانه» وتل؛ پنټاګون په دې تړاو څېړنې پیل کړې
د متحدهایالاتونو د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وايي، چې پنتاګون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې په تړاو یو ځانګړی ټیم جوړوي. نوموړي د سېشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دغه ټیم دنده د امریکا خلکو او د دغه هېواد پوځ ته بشپړ ځوابویل او د روڼتیا ډاډمنېدل بولي.



















