
د فرانسې حکومت د پارلمان د نه باور رایې له امله وپاشل شو
د فرانسې لومړی وزیر فرانسوا بایرو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د پارلمان د باور رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او ورسره د یورو حوزې دویم لوی اقتصاد له ژور سیاسي بحران سره مخ شو.

د فرانسې لومړی وزیر فرانسوا بایرو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د پارلمان د باور رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او ورسره د یورو حوزې دویم لوی اقتصاد له ژور سیاسي بحران سره مخ شو.

د فرانسې دولت وروسته له هغې په سیاسي برخه کې له ناورین سره مخ شو، چې د دغه هېواد پارلمان د لومړي وزیر ګوښه کولو ته یې رایه ورکړه.

د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د اوسني حاکم نظام د مخالفانو د خوشحالولو لپاره د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر روانې هڅې د کمعقلۍ ښکارندوی وبللې او زیاته یې کړه، عاصم منیر هلته چې باید اړیکې ښې کړي، په قصدي ډول یې خرابوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو لپاره د بېړنيو ګامونو اخیستل اړین دي او نور باید د دې مسلې ځنډېدو ته لاره هواره نه شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې ښار څخه ووځي. دا خبرداری یوازې څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شو، چې اسراییل اعلان وکړ چې په غزه کې به خپل هوايي بریدونه زیات کړي.

د هېواد په ختیځ بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې د اګسټ میاشتې پر ۳۱مې د رامنځته شوې زلزلې اغېزې ورځ تر بلې څرګندېږي. د راپورونو له مخې، په دغه طبیعي ناورین کې یوازې د عامو خلکو ژوند نه دی زیانمن شوی، بلکې د پوهنې بهیر یې هم له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار له مخنیوي په غبرګون کې دغه وضعیت د ملګرو ملتونو د سیسټم لپاره تاریخي شرم ګڼلی دی.

د اسپانیا حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسراییل ته وسله وړونکې بېړۍ او الوتکې به د اسپانیا له بندرونو او فضا د تېرېدو اجازه ونه لري، ځکه اسراییل په غزه کې پوځي عملیات ترسره کوي. د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر دا یهودضد ګام بللی.

په کابل کې د یوناما دفتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په کابل او ولایتونو کې خپلو دفترونو ته له ننوتلو او کارځایونو ته له لاسرسي منع شوې دي. یوناما وايي، چې د دغه وضعیت د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د طالبانو کابینې په خپله شپږمه غونډه کې د اندخوی-شبرغان رېل پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک لپاره پرېکړه وکړه او د کور او ښار جوړولو وزارت وړاندیز یې تصویب کړ چې له مخې به یې حکومتي ادارو ته د نقشو او ویزو فیس په نیمایي تخفیف محاسبه کېږي.

د پکتیا لپاره د طالبانو پخواني امنیه قوماندان د خدای په امانۍ په غونډه کې ویلي، چې دوی خبریالان وژل خو بهر ته وتښتېدل. محمد عمر مخلص د طالبانو د مشر امر نه منلو په تړاو د یو شمېر رسنیو پر رپوټونو غبرګون ښودلی او وايي، چې دی د خپل امیر د امر متابعت کوي او «رسنۍ دې نه خوشالیږي».

د افغانستان لپاره د پاکستان او ترکیې ځانګړو استازو محمد صادق او جهاد ارګینای پر افغانستان خبرې کړې دي. صادق د ناستې له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي، چې « موږ په افغانستان کې د روانو پرمختګونو او سیمه ییز ثبات، امنیت او همکارۍ په اړه مفصل نظرونه تبادله کړل.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق «یو اېن اېف پي اې» وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له نیمایي څخه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي. دغه سازمان ویلي، چې د زلزلې له امله اغیزمنې شوې ښځې او ماشومان سخت ټپیان شوي او بېړني او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه لس لاریون کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې پولیسو پر ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد د لاریون ماتولو لپاره پر لاریونوالو ربړي مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه وکارولې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران د افغانستان او پاکستان له زلزله خپلو او نیزځپلو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي. د وزارت ویاند وايي، د ایران سرې میاشتې له لومړیو ساعتونو څخه د مرستې لپاره چمتووالي اعلان کړی او تر اوسه د مرستو درې مهمې جوپې افغانستان ته لېږل شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان وکړ، چې په تېره اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې ۹۹ زره او ۹۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې د انتقالاتو له ډلې د نفتي او غیر نفتي مواد ترڅنګ په تیره اونۍ کې ۵۳۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او څښاک توکي دي.

له افغانستان نه د بریټانیايي ځواکونو تر وتلو ۴کاله وروسته د برېتانیا د پوځ پخواني قوماندان جنرال سر پټریک سنډرز ویلي چې د افغانستان اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو ناکامیو له امله "ناکامه" پای ته ورسېده. هغه وايي، له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت عالي شورا د څلورو دوکتورا، اته ماسټري برنامو، پنځو نویو پوهنځیو او ۳۱ څانګو د ایجاد پرېکړه کړې ده. یاده شورا وايي، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې د مصنوعي ځيرکتیاد ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه هم شامل کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې، په راتلونکو ورځو کې به کابل ته انتقال شي. د سرچینو په وینا، د دې چورلکو شمیر ۵۷ دی.

د دوشنبې په ورځ د بیت المقدس په څنډو کې د بس په یوه تمځای کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د اسراییلي پولیسو په وینا، دواړه برید کوونکي هم وژل شوي دي. د فلسطین وسله والو ډلو دواړه بریدګر ستایلي، خو مسوولیت یې نه دی منلی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دې ډلې پولیسو په کندز، بغلان او بلخ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴۵ کیلوګرامه نشه یي توکي او لس کسان د قاچاق او نشه يي توکو د ساتلو په تور نیولي دي.