
ګوترېش: په ټوله نړۍ کې د نوروز نمانځنه د ګډو انساني ارزښتونو پیغام لري
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په داسې حال کې چې مېلیونونه خلک په ټوله نړۍ کې نوروز نمانځي؛ دغه جشن دې د ټولو خلکو لپاره د سولې، روغتیا او سوکالۍ پیغام ورسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په داسې حال کې چې مېلیونونه خلک په ټوله نړۍ کې نوروز نمانځي؛ دغه جشن دې د ټولو خلکو لپاره د سولې، روغتیا او سوکالۍ پیغام ورسوي.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې د نړۍوال جام په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې ۴-۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه او د دغه سیالیو پای لوبې ته له تګ پاتې شوه.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د راستانه شویو کډوالو د موقت کمپ پایتخت ترمینال څخه د لیدنې په ترڅ کې له راستانه شویو هېوادوالو وغوښتل چې د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

امريکايي څېړونکو موندلې، چې لوستل، ليکل او يا د يوې يا دوو ژبو زدهکړه کولای شي د عقل د زوال (ډيمينشيا) خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ميليونو ته ورسېږي.

ترکيې د سوريې په سوېل کې د اسرایيل وروستی بريد، چې پوځي بنسټونه يې په نښه کړي، «د تاوتريخوالي خطرناکه زياتوالی» بللی او په کلکه يې غندلی دی. انقرې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپله دنده ترسره کړي او د دغو بريدونو د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې ده.

د امریکا د اوهایو ایالت په هیلیارد سیمه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د عزتالله پامیر په نوم یو افغان ځوان هغه مهال د یوې ډلې پاکستانیانو له لوري وډبول شو، چې د پاکستان پر ضد یې اعتراضیه انځور چاپ کړی و. سرچینو ویلي، شاوخوا اتو پاکستانیانو دغه افغان ټپي کړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جمعې له ورځې راهیسې په کابل ښار کې د شیعه مذهب د پیروانو جوماتونو ته څېرمه لسګونه وسلهوال ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو په دې ښار کې د اختر د لمانځه د ترسره کېدو مخه ونیسي.

د بشري حقونو څار اداره وایي، د هنګري چارواکي باید د دغه هېواد خاورې ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د داخلېدو په صورت کې هغه ونیسي. د دې ادارې په وینا، ټاکل شوې چې نتنیاهو د مارچ په ۲۱مه یعنې سبا هنګري ته سفر وکړي او هلته به د محافظهکارانو په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان له لوري د لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو کارول، چې پکې د ۱۹۸۰لسیزې افغان مجاهدین او وروسته طالبان شامل دي، اوس د اسلاماباد لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې اوکراین لاهم د اروپايي ټولنې څخه راتلونکې میاشت د ۹۰ ملیارده یورو پور لومړۍ برخه د پیل تمه لري. دا پور د اوکراین لپاره د روسیې په وړاندې د خپلې جګړې د دوام لپاره خورا مهم دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نوي لمریز کال او د نوي تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند ورازت وايي، چې په لومړي ځل د اتحاد په نامه یوه نړیوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې. دوی زیاتوي، چې لومړنۍ الوتنه یې نن جمعه د کب پر۲۹مه تر سره شوه او دا شرکت به افغاتنستان ته هره اوونۍ ۴ پروازونه ولري.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له زندان څخه د خبریال مهدي انصاري را خوشې کېدل مثبت ګام بللی، خو ټینګار کوي چې دا ګام د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د وژل شوې ډاکټرې «اونځرا زوالزۍ» او د هغې د زوی میهن، جسدونه یې له ۴۰ ساعتونو تېرېدو وروسته کورنۍ ته سپارل شوي. دوي زیاتوي، پاکستاني ځواکونو جسدونو ته پر نږدې کېدونکو کسانو هم ډزې کولې.

په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته، چې پکې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، د «رخشانه» رسنۍ خبریال له دغه مرکز څخه لیدنه کړې او د قربانیانو، ټپیانو او د هغوی د خپلوانو په اړه یې راپور خپور کړی دی.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، چې د پاکستان د بریدونو له وېرې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۱۱۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي. دوی په خپل راپور کې زیاتوي، چې دا بېځایه شوې کورنۍ زیاتره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشتې وې.

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګري وايي، چې ددې ډلې جنرال قونسل محمد اکبر عظیمي د ازبکستان جمهوریت له قونسل شیرزاد عبدالنظروف سره کتلي. دوی لیکلی:« د پاکستان د پوځي رژیم د جرمي کړنو او د دې رژیم لخوا د روغتیایی تاسیساتو په نښه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.»

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د ښځو په ګډون پنځه تنه بلوڅ فعالان په پاکستان کې له پټو محاکمو او ناوړه روغتیايي حالت سره مخ دي. دغه سازمان د بلوچستان له اعلی وزیر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشې شي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي، چې ښیي طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی. د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي و، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.