
د بریتانیا صدراعظم سټارمر په جنوری کې چین ته ځي
د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر د ٢٠٢٦ کال د جنورۍ په پای کې چین ته سفر کوي. د سکای نیوز د راپور له مخې، دا به په تیرو اوو کلونو کې بیجنګ ته د یوه بریټانیايي مشر لومړی سفر وي.

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر د ٢٠٢٦ کال د جنورۍ په پای کې چین ته سفر کوي. د سکای نیوز د راپور له مخې، دا به په تیرو اوو کلونو کې بیجنګ ته د یوه بریټانیايي مشر لومړی سفر وي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د پرځولو لپاره پر مبارزه ټینګار کړی او وايي، دغه مبارزه باید انحصاري نه شي. نوموړي ویلي، چې تر هڅه مخکې باید د طالبانو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا د ترهګرۍ او تبلیغاتو له لارې واک ته ورسېدل، له لومړۍ ورځې د مشروعیت نشتوالي او عامه کرکې سره مخ شول. خو له پاکستان سره کړکېچ دوی ته استثنایي فرصت په ګوتو ورکړ چې د عامه کرکې فشار کم او ځانونه ددې خاورې د ساتونکو په توګه وړاندې کړي.

د دمشق حکومت د سوریې جنوبي سیمو ته، چې اسراییلي پوځیان پکې میشت دي، د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر سفر سخت غبرګون ښودلی او دغه سفر یې د سوریې د حاکمیت نقض بللی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن تاتارستان ته د خپل سفر پرمهال د یاد جهوریت له ولسمشر سره کتلي او دواړو لوریو د سیاسي اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې نورالدین عزیزي د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره په لېدنه کې د چابهار بندر د فعالیت پر زیاتوالي، د سوداګریزو اتشو معرفي کولو او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر هند د ټانک ضد جیولین توغندیو سیسټم او اېکس کالېبر هدفي توپچي مرمۍ د پلورلو نوې هوکړه تایید کړې چې ټول ارزښت یې ۹۳میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

په کندهار کې یوه خصوصي شرکت د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د انارو د پروسیس کارخونه پرانېسته. د یادې کارخونې مسوولان وايي، چې په دې کارخونه کې به د انارو له دانې څخه جوس او مربا جوړیږي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د پنجشنبې په ورځ د دیره اسماعیل په کلاچي سیمه کې د پولیسو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا برید غندلی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له ۴۰۰ زرو ډېرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي او ۱۵۰ زره ځوانان یې په مسلکي برخو کې روزلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر سره یې د دواړو لوریو د سوداګرۍ پیاوړتیا، سیمې د اتصال د پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو زیاتولو په اړه مفصلې خبرې وکړې. شنکر د افغانانو د پرمختګ، ثبات او هوساینې لپاره د نوي ډیلي د ژمنې ملاتړ تکرار کړی دی.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ټول هېواد جوماتونو خطیبانو او ملا امامانو ته لارښوونه کړې چې د روانې اونۍ د جمعې په خطبو او ویناوو کې د ږیرې پرېښودلو موضوع روښانه کړي او هغه د «ښځو پر وړاندې د فتنو د مخنیوي» یو لاره وښيي.

به اندونیزیا کې د طالبانو سفارت وايي، چې د یاد سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ په جاکارتا کې د دغه هېواد د محمدیه ګوند له مشر شفیق مغني او نورو غړو سره لیدلي دي. یاد سفارت وايي، په دې لیدنه کې په روغتیايي او تعلیمي برخو کې د دواړو لوریو تر منځ دهمکارۍ په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې له پاکستان نه افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. د طالبانو په وینا، په نیول شویو وسلو کې ۳۴ میله تومانچې، څلور میله اېم فور، یو میل کرنکوف او نورې وسلې شاملې دي.

طالبان وایي، د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال یې په بلخ کې د خپلو وژل شویو غړو د یاد په پار یو «ډلهییز قبر او څلی» جوړ کړی دی. دغه ولایت کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي، چې د دغه ډلهییز قبر زیاتره کارونه بشپړ شوي او په همدې ځای کې یو جومات هم جوړ شوی دی.

پخواني ولسمشر محمداشرف غني نن پنجشنبه د (لړم ۲۸مه) پر اېکس پاڼه یو پیغام خپور کړی، چې پهکې یې د افغانستان پر اوسني وضعیت، د سولې په اړتیا، د ملي ګټو د تعریف او د راتلونکي په اړه خپل لید لوری وړاندې کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو نړۍوال جام لوبو مهالوېش اعلان کړ. د دغه مهالوېش له مخې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر ۲۰مې د ماشومانو نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د هېواد د ماشومانو وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي. هغه ویلي، چې په ټول هېواد کې باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بېرته پرانېستل شي.

د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زدهکړو وزیر محمدرضا ظفرقندي اعلان کړی، چې د افغانستان له لوري د درد کمونکو دواګانو د تولید لپاره د خامو موادو د لېږد د بندېدو له امله په دغه هېواد کې د ناروغانو درملنه او د جراحۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۶۵ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې په مرسته د ۱۴۷.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونو او پلچکونو یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.