
اریانا افغان هوايي شرکت: د څه باندې ۶ زره حاجیانو د لېږد او بېرته راستنېدو بهیر بشپړ شو
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د افغان حاجیانو د لېږد او بېرته راستنېدو بهیر په بشپړ ډول پای ته رسېدلی دی. دغه شرکت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سږکال یې د ۵۴ الوتنو له لارې ۶ زره او ۲۱۰ افغان حاجیان سعودي عربستان ته لېږدولي.



















