
د عراق ټاکنې؛ لومړنۍ پایلې ښيي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر ترټولو مخکښ دی
د عراق د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په مشرۍ سیاسي اېتلاف د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې ترټولو مخکښ دی. د کمېسیون په وینا؛ دغه اېتلاف له یو مېلیون او ۳۰۰زرو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.



















