
د اوربند سربېره د اسراییل په بریدونو کې دوه فلسطینیان وژل شوي
د اوربند سربېره د اسراییل په تازه بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په تازه پېښه کې خان یونس ښار ته نږدې د اسراییل په بریدونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اوربند سربېره د اسراییل په تازه بریدونو کې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په تازه پېښه کې خان یونس ښار ته نږدې د اسراییل په بریدونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتيا وزير په رسمي بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی. طالبانو ویلي، دغه سفر د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د روغتيايي همکارۍ د پياوړتيا، د تجربو د تبادلې او د ګډو هڅو د همغږۍ په موخه ترسره شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له معین او مل پلاوي سره یې کتلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د بشري حقونو څار بنسټ د سویلي اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وایي، طالبان هغه رسنۍ څاري، خپرونې یې سانسوروي او خبریالان یې نیسي چې د هغوی پر رژیم نیوکې کوي. هغې دارنګه له هېوادونو غوښتي، چې له ګواښ سره مخ خبریالان دې په جبري ډول نه شړي.

د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد یوسف اسرار ویلي، چې دغه پېښې د میدان وردګ–بامیان پر لویه لار د حاجيګک کوتل او سیاهسنګ په سیمو کې رامنځته شوې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی، چې د تلې په میاشت کې د هوايي ډګرونو او د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲۳۳۷ بهرني سېلانیانو تګ راتګ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې دي. که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نهدي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي چې دواړه خواوې د اوږدمهاله اوربند پر سر هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

د خیبرپښتونخوا د خیبر د ملوارډ پولیس تاڼې اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان د وسلهوالو په برید کې درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. ځایي چارواکي وایي، تر برید وروسته په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم شوې؛ خو وسلهوال په تېښته بریالي شوي دي.

د پاکستان دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د چمن له لارې هره ورځ له درېیو تر څلور زرو پورې کډوال افغانستان ته ستنېږي. د یادې رسنۍ په راپور کې راغلي، چې تر دې دمه ۱۵لکه ۱۴زره او ۳۸۴ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د ښوونځي ۲۱ زدهکوونکي ټپیان شوي. پېښه د پاکستان د پنجاب ایالت په شیخوپورې سیمه کې هغه مهال شوې، چې د ښوونځي یو بس موټر له لارۍ سره وجنګېده او له سړک واوښت.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې پرون دوشنبه له ایران او پاکستان نه ۱۳۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹۶۹ کسانو ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د هالنډ حکومت پرېکړه کړې، چې دوه افغانې مېرمنې بېرته افغانستان ته ستنې کړي. د هالنډ د کډوالۍ او تابعیت اداره (IND) وایي، دغه دواړه ښځې کولای شي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو لپاره له لګېدلو بندیزونو او محدودیتونو سره ځانونه عیار کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو پلاوي له پاکستان سره په روانو مذاکراتو کې د رغنده خبرو هڅه کړې؛ خو د پاکستان پلاوی په ترکیه کې د مذاکراتو د ناکامۍ نیت لري. په راپور کې راغلي، د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ غواړي چې د دغه خبرو مخه ډب کړي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په کوالالمپور کې د سولې د تړون هرکلی کړی. د دغه سازمان سفیر محمد اشرف حيدري له ټرمپ غوښتي، د افغانستان په ګډون دې د هغو هېوادونو کړکېچ ته هم پام وکړي چې له امله یې مېلیونونه خلک بېځایه شوي دي.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، سږکال په دغه ولایت کې له طبیعي ځنګلونو څخه ۹۰ مټریک ټنه خالص ځڼغوزي ترلاسه شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رییس محمد ولي محسن ویلي، چې د ځڼغوزیو دغه حاصلات د تېرکال پرتله یو مټریک ټنه زیات شوي دي.

ملګرو ملتونو په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو او د دغه هېواد د پوځ ترمنځ په جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده. په ورته وخت کې د سوډان پوځ اعلان کړی، چې له دارفور ایالت څخه یې شاتګ کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو په ګډه وړاندیز وکړ، چې د امنيتي وضعیت، ترهګرۍ او له طالبانو سره د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو لپاره دې د ټولو ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي. په دې اړه د پېښور د قول اردو له قوماندانو سره هم خبرې شوې؛ خو تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نهده شوې.

د افغانستان ورزشکارانو د ایران په ګیلان ولایت کې د پاهایوت نړۍوال جام په رزمي سیالیو کې دوه د اتلولۍ کمربندونه، دوه د سرو زرو، درې د سپینو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ د روانې (لړم میاشتې په ۳مه) نېټه پیل شوې، چې له ۹ هېوادونو پهکې ۶۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي، چې باید د قانون په چوکاټ کې د بهرنیو وګړو او کډوالو انساني کرامت په پام کې ونیول شي. هغه ویلي، باید د کار په برخه کې ایرانیانو ته لومړيتوب ورکړل شي؛ که اړتیا وي هغه بهرني وګړي هم کار کولای شي، چې د استوګنې او کار جواز ولري.

د کامرون ۹۲کلن ولسمشر د اتم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې ګټلې دي. د اتم ځل لپاره د کامرون د ولسمشر پال د بیا ټاکل کېدو له کبله د هغه د پلویانو او مخالفینو ترمنځ نښتې شوې دي. سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د لاریونونو پرمهال د نښتو له امله څلور کسان وژل شوي دي.