
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې له روانو چارو لیدنه کړې ده
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې له روانو چارو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې له روانو چارو لېدنه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه حکم لهمخې د معینانو، والیانو او امینه قومندانانو په ګډون د ۱۹ ادارو مسوولان له یوې ادارې څخه بلې ته تغییر او تبدیل شوي دي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان ټپیان شوي دي. د مسوولینو په وینا، د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسلهوال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله والې نښتې وکړې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په بلوچستان کې نننیو بریدونو ته په غبرګون ویلي، چې دا بریدونه د حقونو د مبارزې لپاره نه، بلکې د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده او موخه یې د پاکستان او بلوچستان خلک په نښه کول دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پکتیا پر لویه لاره یې د پلټونو پر مهال یو کس له ۴۴ دوربینونو سره نیولی دی. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کس غوښتل یاد دوربینونه له خوست څخه لوګر ولایت ته قاچاق کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د وروستیو واورو ورېدو او سخت توپانونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې تړل شوي مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان کې د بلوڅو ازادي غوښتونکو د ډلې له بریدونو سره هم مهاله د پاکستان زنده اباد تر څنګ له خلکو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هیواد سره ټینګ ودریږي. اېمل ولي خان لیکلی:« الله دې د سوله ییزو پاکستانیانو سره وي.»

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل ویلی، چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو رسنۍ چوپ دي. هغه وویل:«ما هیڅکله په خپل ژوند کې داسې د اندېښنې وړ وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر دا روښانه کولی شي چې د پولیسو د حوزې مشر چیرته دی؟»

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د ایران کورنیو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په بندر عباس کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې یوه لویه چاودنه شوې ده. د چاودنې څخه خپاره شوي انځورونه ښیې چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه درې پوړونه په پراخه کچه ویجاړ شوي دي. د ودانۍ شاوخوا یو شمیر موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي. پولیسو ویلي، چې لسګونو یاغیانو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونه فعاله، فوزیه کوفي وایي چې له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی، خو لا هم د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوال عدالت هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن مازېګر له جرمني څخه بېرته افغانستان ته رسېدلی دی. کرزی د روان کال د مرغومي په ۱۲مه د درملنې په موخه جرمني ته سفر کړی و. هغه د طالبانو تر واک لاندې له سختو شرایطو سره ژوند کوي

د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په کندهار ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر وزارت وزیر خالد حنفي ویلي، چې غه وزارت د خلکو د کور حیثیت لري او خلک کولای شي خپلې ستونزې د یاد وزارت سره شريکې کړي. له دې وړاندې یوناما په یو راپور کې ویلي و، چې د یاد وزارت اقدماتو په خلکو کې د ویرې فضا رامنځته کړې.

د طالبانو د چارو اداره وایي، له واک ته د بیا راتګ راهیسې یې تر اوسه د جایدادونو د څېړنې ریاست له لوري ۳۹۶ بابه کورونه او نور جایدادونه خپلو اصلي مالکانو ته بېرته سپارلي دي. په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دوو شخصي کورونو په غصب تورن شوی و.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې د اوو ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده. واک ته له رسیدو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو ډیری حقونه تر پښو لاندې کړي او د دوی پر بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې او کار بندیزونه لګلولي دي.

په جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ له یکشنبې، د سلواغې ۱۲مې، به د قنسلي خدمتونو به ګډون خپل ټول فعالیتونه وځنډوي.