
پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله تراوسه ۷ فلسطینیان وژل شوي
پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې تراوسه ۷ فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، حماس به د اوربند د نقضولو «تاوان» پرې کړي.

پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې تراوسه ۷ فلسطینیان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، حماس به د اوربند د نقضولو «تاوان» پرې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولین وايي، د خپل مشر هبتالله اخوندزاده له حکم سره سم یې تراوسه ۳۵۸۰ رواني ناروغان او لېونیان راټول او د درملنې او ساتنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطاالله تارړ ویلي، پاکستان څو ځلې له طالبانو سره د سرحدي بریدونو او د هند له ملاتړ برخمنو ډلو «ټيټيپي او بياېلاې» په اړه خبرې کړي، خو دوی لا هم د دې ډلو ملاتړ کوي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ريیس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له رييسې میاپارک او د ځینو نورو موسسو له استازو سره په کتنه کې وویل، موسسې باید پر یوه ولایت تمرکز ونهلري، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته خپلې مرستې ورسوي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او د سرحدي کمېسیون مشر نورالله نوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کاظم غریبابادي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، له قاچاق څخه د مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه په کابل کې غونډه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر طالبانو د کورنیو او نړۍوالو نیوکو سربېره لا هم یاده ډله د افغان مېرمنو پر ضد د تبعیض او محدودیتونو لړۍ ته دوام ورکوي.

د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرو ته په اشارې سره وايي، طالبان اوس باید پر دې پوه شوي وي، چې د پاکستان پر نظامیانو تکیه کول لویه تېروتنه او فاجعه وه.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني رسمي فېسبوک پاڼه له تېرې ورځې راهیسې تړل شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په ترکیه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي په اړه ویلي، چې له لومړۍ ورځې یې احساس کاوه، چې د خبرو واک او پرېکړه د کابل (طالبانو) په لاس کې نه ده. طالبان بیا وایي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس د ایران د چاپېریال ساتنې وزارت له مرستیال سره په کتنه کې وویل، اقلیمي بدلون یوه نړۍواله ستونزه ده چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ ورسره مخ ده او په وینا یې یو زیات شمېر افغانان هم د وچکالۍ له امله داخلي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یې ۳ حرفهيي کوډګر نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، له یادو کسانو د کوډو اړوند کتابونه او ځانګړي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ د سېشنبې په ورځ په پېښور کې د نصرت په نوم چې په «پهلوان موسی او ابو ذر» مشهور و، د ناپېژندو وسله والو له لوري له ترور کېدو خبر ورکړی دی. المرصاد وايي، دغه کس د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په اوږدو کې په کابل کې ځينې بریدونه هم پلان کړي و.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ پر وړاندې په یوې زړه پورې سیالۍ کې په ۹–۱ بریا سره د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ځوانانو لوبو پایلوبې ته لاره وموندله.

د افغانستان د مدني ټولنې فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل چې له یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، اوس د کور مالک د ویزې د نهلرو له امله له کوره اېستلې او دمګړی بې سرپناه ده. نوموړې وايي: «که بېرته افغانستان ته واستول شم، نو له سخت وضعیت سره به مخ شم.»

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل د هوايي بریدونو نوې څپې پیل شوې دي. د لومړنیو راپورونو پربنسټ، په دغو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ شته اختلافونه د «کورني اختلاف» په څېر دي او باید د خبرو له لارې حل شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یې لږ تر لږه د ۱۴ پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو هدفي وژل کېدل ثبت کړي دي.

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز رییس یاراحمدي وايي، د افغان وګړو د مهاجرت د کنټرول د طرحې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې چې ۵۰ سلنه کډوال په ایران کې پاتې شي څو په راتلونکو پړاوونو کې د مهاجرتونو د ښه مدیریت زمینه برابره شي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ، چې له امنیتي مشورو وروسته نتنیاهو پوځي څانګو ته امر وکړ چې سمدستي په غزه کې ځواکمن بریدونه ترسره کړي.

مقدمه اته کاله د وزیر او اوس په اروپا کې د افغان سفیر په توګه دنده ترسره کوم او له نړیوالې ټولنې سره مې مستقیم تعامل درلود. په دې برخه کې مې زدهکړې کړې او د نړیوال سیاست ژوره پېژندګلوي لرم. ما په دې بهیر کې ولیدل چې د نړیوالې دیپلوماسۍ د لوري ټاکونکي اصول اوس په ژور بدلون کې دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومت او اپوزیسیون غړو د دغه ایالت د امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ترهګرۍ زیاتېدو په تړاو د یو ټولګوندیز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.