
د برېتانیا پخوانی دفاع وزیر: د اسلامي جمهوریت نسکورېدل ازادې نړۍ ته ستره لاستهراوړنه ده
د برېتانیا پخواني دفاع وزیر سِر لیام فاکس په ایران کې د ملايانو نسکورېدل د ایران د خلکو او د ازادې نړۍ لپاره ستره لاستهراوړنه بللې ده.

د برېتانیا پخواني دفاع وزیر سِر لیام فاکس په ایران کې د ملايانو نسکورېدل د ایران د خلکو او د ازادې نړۍ لپاره ستره لاستهراوړنه بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د ۶ ښځو بندي کول غندلي او په بېړه او همداراز یې له قید و شرط پرته د یادو ښځو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو په تېرو ۱۲ ورځو کې یوه خبریاله په کندوز کې له څلورو نورو ښځو او یوه ټکواندو کاره په هرات کې نیولي دي.

نړیوالو مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» نوښت ته له احتیاطه ډک غبرګون ښودلی، ځکه دا د ملګلو ملتونو رول اغیزمنولای شي. دې طرحې ټرمپ د «سولې بورډ» دایمي مشر وړاندیز کړی چې د کار پیل به یې له غزې وي او وروسته به نورې نړیوالې شخړې هم په اجنډا کې راولي.

د طالبانو د میدان وردګ ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار اړوند پولاد خانې سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یوه نجلۍ مړه شوې او درې نورې نجونې ټپي شوې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په ناسته کې د هلمند ولایت د ښوراب ملکي هوايي ډګر او هلته د شته سړو خونو د بېرته فعالولو په تړاو کمېټه ټاکل شوې. په ناسته کې د بار وړونکو وسایطو د نوبت قانون د تطبیق او په صنعتي پارکونو کې د ځمکې نرخونو د قسطونو د وخت په اړه هم خبرې شوې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې د ویسټ انډیز د ۱۹کلنو لوبډله په ۱۳۸ منډو ستر توپیر سره ماته کړه.

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې ددې ډلې لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او د ډیمډکس په دفاعي نندارتون کې به ګډون وکړي.

په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله ال حنزاب سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې په دې لېدنه کې په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار شوی.

د تاجکستان ځواکونو د افغانستان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ له «دربندک» کلي څخه ور اوښي څلور وسله وال وژلي دي. تاجکستاني رسنیو ویلي، چې یاد کسان له تاجک سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینر سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دې اورلګېدنې زیان پنځه میلیونه ډالره اټکل کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده د ځانګړي حکم له مخې به د افغانستان په کچه ممتاز فارغ محصلان تر ارزونې وروسته، په بېلابېلو دولتي ادارو کې وګومارل شي.

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهیر کې د ۱۵۱۰ تنو بهرنیو وګړو او سیلانیانو لپاره د ویزو د تمدید او خروج ټول قانوني پړاوونه ترسره شوي دي. د یاد ریاست په وینا، ۱۰۱۳ تنو بهرنیو سیلانیانو ته رسمي مکتوبونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې ته په ۵–۳ماته امتیازونو ماته ورکړه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې یې د یتیمپالنې خصوصي مرکزونه او روزنتونونه تړلي او ټول یتیم ماشومان او اړوند تجهیزات یې د طالبانو لهخوا جوړو شویو مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پر مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عبدالوکیل لیسې یوه ویډیو ښيي، چې د ښونځیو پر زده کوونکو او استادانو د پګړیو په جبري کېدو سره، ښونځیو هم د مدرسو بڼه غوره کړې ده. ځینې زده کوونکي وايي، چې طالبان یې پګړۍ پرسر کولو ته اړباسي.

د سوریې امنیتي سرچینو ویلي، چې د احمدالشرع ځواکونو په دیرالزور ولایت کې د تېلو تر ټولو ستره ساحه «العمر»، او د «کونوکو» د ګازو سیمه نیولې دي. دا پرمختګ داسې مهال دی چې د سوریې له پوځ سره ملګري عربي قبایلي ځواکونه هم د عراق پولې ته څېرمه د تېلو بډایه سیمه کې په پرمختګ بریالي شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ګډون د هېواد په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو او نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۹۵ کسان نیولي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کابل د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار چې په دې ډله کې په ابو خالد مشهور دی، په دوه میلیونه افغانیو درېیمه کوژده کړې ده. د ابو خالد د درېیمې کوژدې خسرخېل د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې د خوړو کمښت او د ماشومانو سوء تغذي په چټکۍ سره پراخیږي. څلور میلیونه ماشومان د عاجلې درملنې او تغذیوي مرستو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې بې وزله کورنۍ د خپل ماشوم د خوراک لپاره له سختو ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لهخوا «د اسلامي نظام بقا او د ولس هوساینې» تر عنوان په جوړه شوې غونډه کې، د شیعه ګانو استازي سید حسن فاضلزاده ویلي چې طالبانو د تعصب ریښې له منځه وړي او دا مهال د قومونو ترمنځ د جلاوالي او تعصب ستونزه نه شته.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګلهدېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې پیدا کړې دي.