
د اوکراین متحد هېوادونه د امنیتي تضمینونو د چوکاټ په جوړولو کې نوې پرمختګ ته رسېدلي دي
د اوکراین د متحدو هېوادونو اېتلاف په پاریس کې په خپلې غونډه کې د اوکراین لپاره د ناټو په څېر د امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو په چوکاټ کې نوی پرمختګ کړی دی.

د اوکراین د متحدو هېوادونو اېتلاف په پاریس کې په خپلې غونډه کې د اوکراین لپاره د ناټو په څېر د امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو په چوکاټ کې نوی پرمختګ کړی دی.

د امریکا، اسراییل او سوریې لوړپوړو چارواکو په پاریس کې سره کتلي او پرېکړه یې کړې، چې اسراییل او سوریه به پوځي تاوتریخوالي راکموي او خپل اختلافات به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې حل کړي.

د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې د لرې کېدو له اعتراضونو وروسته، د ازبکستان حکومت له طالبانو څخه وضاحت غوښتی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت خپلې اندېښنې د «ازبکي ژبې د محدودولو» په اړه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړې دي.

د هسپانیې لومړي وزیر پېدرو سانچېز د سېشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالاتو په ونزوېلا کې د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د عملیاتو په ترسره کولو سره یو «ډېر بد او ډېر خطرناک ساری» رامنځته کړی دی.

طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه د سپین بولدک په ولسوالۍ کې له پاکستان سره د اوربند د ماتېدو په تور، د طالبانو استخباراتو د دې ولسوالۍ د کمیسارۍ څلور منسوبین نیولي او دا مهال په بند کې دي.

په هلمند کې د طالبانو والي امانالدین منصور په موسیکلا ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال خبرداری ورکړ، چې خلک باید د کوکنارو له کر او د نشهيي توکو له کاروبار څخه لاس واخلي، که نه له سختو سزاوو سره به مخ شي. نوموړی وایي، دا د هبتالله امر دی او عملي کول یې پر ټولو واجب دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې جمهوري غوښتونکي باید د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې وګټي، که نه نو ډیموکراټان به یې استیضاح کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو کان د استخراج پر سر له نښتو وروسته، طالبانو یو شمېر ځایي اوسېدونکي نیولي او د سیمې ځینې خلک لادرکه شوي. د سرچینو په وینا، د تخار لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد نادر حقجو لاریونوالو ته ګواښونه کړي دي.

د یمن په سوېلي بندري ښار عدن کې المعاشیق ماڼۍ ته نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. عدن او د دغه بندري ښار شاوخوا سیمې دا مهال د بېلتونپالې جنوبي انتقالي شورا تر ولکې لاندې دي، چې د عربي متحده اماراتو له ملاتړه برخمنه ده. د شورا مشر پخوا په یاده ماڼۍ کې اوسېده.

د پاکستاني طالبانو یو تن مشر ګــل بهــادر په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د دوی ډلې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۶ پورې څو ځله د پاکستان حکومت ته د سولې او مذاکراتو وړاندیزونه کړي، خو د ده په وینا، د پاکستان پوځ د خبرو پر ځای د تسلیمۍ غوښتنه کړې او پر دوی یې پوځي عملیات کړي دي.

د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي د دغه ولایت له دیني عالمانو او مشرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې حکومت باید د خلکو لپاره وي او د خلکو خدمت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې "حکومت په زور نه کېږي."

د طالبانو ویاند د پاکستان د پوڅ د ویاند وروستۍ څرګندونې غیرمسوولانه او پاروونکې وبللې. مجاهد د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي چې د رسمي دریځونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل ترکیز وکړي.

د یونیسف کلني راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پوهنې سیستم له سختو او بېمخینې ننګونو سره مخ و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې وو او شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول اېستل شوې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت وايي، چې سهیل شاهین د قطر د کار وزارت اړوند الجسور شرکت له رییس عبد الهادي بخیت برقان سره په لیدنه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د الجسور شرکت تر منځ د کارګرانو د شوي هوکړه لیک د تعقیب په اړه خبرې کړې دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د تخنیکي او عملیاتي بهیر د پیاوړتیا په موخه د الوتکو دوه انجنونه د سېشنبې په ورځ د یوې چارټر کارګو الوتکې له لارې له ترکیې څخه کابل ته ولېږدول شول. دغه انجنونه د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له سربیا او ترکیې پېرل شوي دي.

د هرات زعفرانو د «نړیوال خوند» سیالۍ په وروستي پړاو کې په پرله پسې ډول د لسم کال لپاره د نړۍ د لوړ کیفیته زعفرانو په ډله کې لومړی مقام ګټلی دی. دغه سیالي د بلجیم په بروکسل کې د نړیوال خوند انسټیټیوټ ترسره کیږي.

د طالبانو د نیمروز ولایت د ترانسپورت اداره وايي چې له پُلابریشم بندر څخه په منظم ډول د مسافرو لپاره د اسانتیاوو او د سرحدي ترانسپورت د تنظیم په موخه، له زرنج ښار نه د ایران تر زاهدان ښار پورې ۳۵۰ موټر دوه اړخیز ترانسپورتي خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام له عمومي رییس جان ایلیف سره په لیدنه کې ویلي، چې د عامه تغذیې خدماتو پراختیا کې باید مرستې دوامدارې شي.

وال سټریټ ژورنال د امریکا د یو محرمانه او تازه استخباراتي راپور له مخې خبر ورکړی چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نږدې همکاران د لنډمهالي حکومت د مشرتابه لپاره تر ټولو مناسب کسان بلل شوي او کولای شي په لنډ مهال کې د هېواد ثبات وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ کلا ته څېرمه پر سړک له عامو خلکو سره لیدلي. د طالبانو غړو د نوموړي د روغبړ انځورونه خپاره کړي او دا یې د افغانستان د «ښه امنیت» په توګه تعبیر کړي. متقي له دې وړاندې په کابل کې پر موټرسایکل راڅرګند شوی و.

د طالبانو د معـیار او کیفیت ادارې ویلي، چې ۳۰ ټنه ودانیز توکي یې له کورنیو معیارونو سره د سمون نه درلودو له امله له ارزونې او د کیفیت تر کنټرول وروسته د نیمروز له لارې بیرته ایران ته وګرځول. یاده اداره وايي، چې په ټولو بندرونو کې داخلي معیارونه پلي کیږي.