
طالبان وایي په میدان وردګو کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی
د میدان وردګو ولایت طالب مسوولین وایي، د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت طالب مسوولین وایي، د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ځمکو د وېش بهیر پیل شوی دی.

د جمهوري پر مهال په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري ویلي، افغان مشرانو د امریکا د ځواک د متوازن سیاستونو انعطاف او سټراټیژیک اولویتونه په سمه توګه ونه پېژندل، او د دې له امله یې هېواد د بهرني ملاتړ پر متکي پاتې کړ.

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، د طالبانو مشر ملا هبتالله د خپل واک خوندي ساتلو لپاره له پراخو داخلي ننګونو سره مخ دی. نوموړی زیاتوي، د جګپوړو چارواکو ځای پر ځای کولو او داخلي پاکسازي کړنو دوام د هغه نفوذ کمزوری کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، ځینې افغان پوهان په بېځایه ډول ټولې ستونزې پاکستان ته راجع کوي، داسې انګېرنه کوي لکه چې پخواني افغان مشرانو هېڅ ستونزه نهلرله. هغه وایي، د ترهګرو پر وړاندې باید اقدام وشي او افغانستان باید د ورور په توګه وپالل شي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې د امریکا او پاکستان پر رول سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا د منلو وړ نه ده چې دغه هېوادونه د شلو کلونو لپاره د طالبانو د کویټې شورا له شتون ناخبره پاتې شوي وي.

د قطر، سوریې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. افغانستان په وروستیو ورځو کې د درنو واورو او سختو سېلابونو شاهد و چې له امله یې ګڼو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

د جاپان د لومړي وزیر دفتر د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره د شمالي کوریا له لوري د یوه بالسټیک توغندي له توغول کېدو خبر ورکړی دی. شمالي کوریا لا تراوسه د دغې پېښې په تړاو څه نهدي ویلي.

د برېتانیې او فرانسې جنګي الوتکو د شنبې ورځې په ماښام (د مرغومي ۱۳مه) د سوریې په شمالي سیمو کې تر ځمکې لاندې تاسیسات چې د داعــ.ش له لوري کارول کېدل، په نښه کړي دي. د برېتانیا دفاع وزارت دغه عملیات بریالي بللي او زیاته کړې یې ده، چې هغه سیمه له ولسي وګړو خالي وه.

د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملکشاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو اوو ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي.

د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي محمد حلیم فدايي وايي، امریکا پر ونزوېلا په برید سره نړۍ ته دا پیغام ورکړ، چې په نړۍوالو چارو کې د امریکا دریځ او خبره لا هم لومړۍ او اغېزناکه ده. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د امریکا له «ماتې» وروسته، ستراتیژيک مخالفین یې زړور شوي و.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د ګران بیه توکو د قاچاق او له ګاونډیو هېوادو څخه یې افغانستان ته د نشهيي توکو د واردولو په تور ۱۳۲ کسان نیولي دي.

په لوګر کې یوه ښځه چې له ۵۰ کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د غړو له لوري په کورني بند کې شپې او ورځې تېرولې، د طالبانو د محتسبینو له لوري وژغورل شوه. محتسبینو په دې اړه چې ولې دغه ښځه په کورني بند کې ساتل شوې وه، څه نهدي ویلي.

د بدخشان په واخان کې د «پامیر» په نوم نوې ولسوالۍ چې د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو له لوري منظور شوې وه، نن یې رسماً چارې پیل او مسوولین یې هم وټاکل شول. دغه نوې ولسوالۍ تر دې مخکې د واخان سرحدي ولسوالۍ اړوند وه.

د غزني په مرکز کې د بېکیفیته، ناقانونه تېلو، نفتو او مایع ګازو د مخنیوي په موخه جوړې شوې کمېټې نږدې ۷۰ ټنه خراب او بېکیفیته تېل نیولي دي. طالبان وایي، د یادو تېلو په اړه پرېکړه به د هبتالله د حکم پر بنسټ وشي.

په داسې حال کې چې په تېرو وروستیو کلونو کې یو زیات شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د طالبانو د فشارونو او په چارو کې یې د لاسوهنو له امله خپل فعالیتونه درولي، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رييس ادعا کوي: «موږ د موسسو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نهدی رامنځته کړی».

ډونالډ ټرمپ د ونزوېلا د ولسمشر د نیولو د عملیاتو په اړه یوه مرکه کې له افغانستان څخه د امریکا وتل «احمقانه» وبلل. نوموړي وویل:«ما په خپل لومړۍ دوره کې پوځ بیا جوړ کړ او دوی د هغه یوه وړه برخه پرېښوده او هغه یې په احمقانه ډول افغانستان ته وسپاره.»

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي له همکارو موسسو وغوښتل، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي. خو موسسې بیا په خپلو چارو کې د طالبانو له لاسوهنو شکایت لري.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د یوې مدرسې په فراعت غونډه کې ویلي، چې د یادې ډلې اوسنی واک د طالبانو لپاره لوی امتحان دی او د عالمانو لارښوونو ته اړتیا لري.

د طالبانو یو رسمي سند افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ترلاسه کړی، چې دې ډلې په ننګرهار کې د ښوونځیو له ښوونکو په جبري ډول د ږېرې پرېښودو اقرار او تعهد خطونه لاسلیک کړي دي. تعهد لیک کې هغو ښوونکو ته ۲۰ ورځې وخت ورکړل شوی، څوک چې د ږیرې په اړه د طالبانو د مشر هبت الله فرمان نه مني.

د طالبانو د ننګرهار د امربالمعروف ریاست وايي، ددې ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د لاندې پچیر په سیمه کې یو نغری ترلاسه کړی، چې خلکو ورته ناسمه او غلطه عقیده لرله. ویل کېږي چې د سیمې خلکو به د ستونزو د حل په موخه یاد نغري ته قلف اچوه او هغه به یې د ستونزو حل وسیله بلله.

د طالبانو د خوست والي عبدالله مختیار په یوې غونډه کې پر خلکو غږ کړی، چې پر هېواد د بهرنۍ تجاوز پر وړاندې له دې ډلې ملاتړ وکړي. نوموړی ټینکار کړی، چې کوم هېواد پر افغانستان تجاوز کوي، په ټول ولس او قومونو باندې جهاد فرض دی.