
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: د کونړ په زلزله کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي چې له نیمايي څخه ډېر یې ماشومان دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي چې له نیمايي څخه ډېر یې ماشومان دي.

بېلاروس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه ۵۲ بندیان خوشې کړل او د امریکا له مرکچي پلاوي سره لیتوانیا ته ولاړل. په ویلنیوس کې د امریکا سفارت ویلي، چې دا د بندیانو تر ټولو ستره ډله ده چې ولسمشر الکساندر لوکاشینکو یې بښي.

د روسیې له خوا د پولنډ د هوايي حریم له نقض کولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلو متحدینو غوښتنه کړې، چې د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو ارزونه دې له سره وکړي.

د افغانستان په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشورتي ناسته د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې جوړه شوه. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او پر سیمې یې د اغیزو په اړه خبرې کیږي.

د نیپال له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته چې ددغه هېواد د لومړي وزير د استعفا لامل شوې، پوځ ویلي چې د لنډمهاله مشر د ټاکلو په تړاو یې له ځوانو معترضانو سره خبرې پيل کړې دي. د نیپال د پوځ وياند ويلي، دا خبرې روانې دي او موخه یې په هېواد کې د سولې او عادي حالت بېرته راګرځول دي.

حافظ عبدالرحمن د پکتیکا له ګومل ولسوالۍ نه د خیبر پښتونخوا تر بنو ولسوالۍ پورې په غرنیو او کږلېچنو لارو او درو کې پوره ۲۵ ورځې تېرې کړې. د بې پیلوټه الوتکو له څار نه پټېدل، کله پلي، کله په موټر کې تګ د دوی پښې تڼاکې کړې وې او سفر خورا ستومانوونکی و.

د طالبانو د ترافیک پولیسو عمومي ریاست د یوې تازه پرېکړې له مخې اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د لیزري څراغونو کارول بند دي. یاد ریاست ویلي چې ډېری وخت د ترافیکي پېښو لامل همدغه لایزري څراغونه دي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د زدهکړو لپاره د یوې نوې مرستې په لړ کې ۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دا مرسته به د "فخر" په نوم د نوې پروژې له لارې تطبیق شي، چې موخه یې د زدهکړې خوندي، ټولګډونه او باکیفیته فرصتونو برابرول دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیت او ښاري نظم په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کمرې لګولې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ویاند سیف خیبر وایي، د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې فرښتې د ځان وژنې قضیې په تړاو یې د هغې پلار او ورور نیولي دي. د فرښتې په نامه یادې نجلۍ دوه ورځې وړاندې د جبري نکاح له امله ځان وژلی و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د تخار په ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې یې د څلور ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «نامشروع اړیکو» او غلا په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې یې په دوو موټرو کې بار قاچاق کېدونکي درمل نیولي دي.

د ایران د مخدره توکو ضد مرکزي دفتر منشي ویلي، چې د ډېرې ګټې او کم خطر او حجم له امله په افغانستان کې د میتامفیتامین (شیشې) تولید ډېری شوی او اروپايي هېوادونو ته د یادو توکو د قاچاق له امله ایران «د ټرانزیټ قرباني» دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د غنيخیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشهیي ټابلیټونو د پروسس یوه کارخونه موندلې، چې ۷ زره او ۲۰۰ نشهیي ګولۍ، د نشهیي ګولیو ۱۲ کیلوګرامه اومه توکي او د پروسس یو ماشین پکې شامل دي.

د تېر جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښه د امریکا لپاره د ستر نړیوال ملاتړ سرچینه بللې، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون او میلیون ډالري کڅوړو د ترهګرۍ ضد مبارزه بېمعنا کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ.

د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس بانازاک د برلین له اسلام اباد میشتو افغان محلي همکارانو سره د خپل دولت چلند «شرم وړ» بللی دی. بانازاک له حکومت نه غوښتي، چې له اسلام اباده افغانستان ته اخراج شوي افغانان بېرته راستانه کړي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، په کابل کې یې څه باندې ۵۵۵ جریبه ځمکه چې د هدیرې لپاره ځانګړې شوې، د دغې ډلې د حج او اوقافو وزارت ته په رسمي توګه وسپارله.

په ترکیه کې د طالبانو سفارت ویلي چې هلته د بېلابېلو افغان ټولنو استازو د افغانستان په ختیځ کې زلزلهخپلو ته راټولې شوې خپلې مرستې د دغې ډلې سفیر ته سپارلي دي.

افغانستان انټرنشل ته په رسیدلي انځور کې هغه طالب چارواکي یو ځای لیدل کېږي چې هیلکوپټر الوتکه یې په غور ولایت کې نسکوره شوې وه.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د سېلابونو له امله ۲.۱ مېلیونه کسان بېځایه شوي او او نږدې دوه مېلیونه جریبه کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټران، روغتیایي کارکوونکي، د ژغورنې ټیمونه او د دغې ډلې د هغو عسکرو هڅې ستایلې چې د افغانستان په ختیځ کې یې د زلزلهځپلو لاسنېوی کړی دی.