
طالبان: هغه ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته لېږو
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ۲۳ نویو حرفو کې ۳ زره ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته استوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په ۲۳ نویو حرفو کې ۳ زره ماهر او مسلکي کارګران چې له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي، قطر ته استوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.

د بیان د ازادۍ مرکز د افغان خبریالانو پروړاندې روان وضعیت ته په کتو سره د کاناډا له حکومته غوښتي، چې په کور دننه او بهر د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي. یاد مرکز ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ازادې رسنۍ، د بیان ازادي او مدني فضا له منځه وړل شوې ده.

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په الاسکا کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین تر کتنې وروسته ویلي، چې امریکا د اوکراین د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د ګډون لپاره چمتو ده.

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته د ټي ټي پي وسلهوالو د لېږد او لارښوونې مخه دې ونیسي. منیر زیاته کړه:«د هر پاکستاني د ژوند ساتنه د حکومت مسولیت دی.» عاصم منیر دا څرګندونې په بروکسل کې له یوه خبریال سره په خبرو کې کړي.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان په کوربه توب د طالبانو پر ضد د نوي نسل مشرانو، سیاسي فعالانو ، د ګوندونو استازو او په دغه هېواد کې د افغان میرمنو په کډون ناسته ترسره کېږي.

په چین کې د طالبانو سفارت پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغې ډلې پر افغانستان د بیا واکمنیدو څلورمه کلیزه، د افغانستان په سفارت کې نمانځلې ده. یاد سفارت لیکلي: «د امریکایي اشغال پای او د بریا ورځ مو ونمانځله.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سراج الدین حقاني او د اروپايي ټولنې شارژدافیره ویرونیکا بوسکوویچ د افغان کډوالو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، مخدره موادو او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه غږیدلي.

له ولادیمیر پوتین سره تر ناستې وروسته ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته مشوره ورکړې، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره دې له مسکو سره هوکړې ته حاضر شي.

د لوېدیځ یو لوړپوړی ډېپلومات ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني غلطو محاسبو د (عملګرا طالبانو) دریځ کزوری کړی دی. د هغه په وینا حقاني تمه لرله چې د طالبانو له مشر څخه په لرې کېدو سره به نړیواله ټولنه له هغه سره مرسته وکړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم د ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار جنرال ایچ ار مک ماسټر لخوا د هغه او حامد کرزي په وړاندې لګول شوي تورونه رد کړل. خُرم ویلي ماسټر د اشرف غني په حکومت کې د ځینو خلکو سره په همکارۍ د جمهوریت د سقوط لپاره لاره هواره کړه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د هرات د برېښنا ثبات او پیاوتیا په موخه یې د زارو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د نږدې ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي او باید سملاسي بدني سزاګانې پای ته ورسوي. سازمان زیاتوي، چې دا بدني سزاګانې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د نامناسبې پروسې، قانوني حل لارو او مرستې په نه موجودیت کې ترسره کېږي.

په لغمان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره ورځ غرمه مهال د طالبانو استخبارتو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هغه ۲ تنه پخواني نظامیان نیولي چې تازه له ایران څخه راستانه شوي وو. نیول شوي نظامیان عزیز الله او محمد نعیم نومېږي او تېر حکومت کې د ملي امنیت سرتیري وو.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون ویاند وايي، تراوسه له ۱۲ سوو څخه زیاتو افغان شخصیتونه او د تېر نظام چارواکي هېواد ته راستانه شوي چې د مصونیت کارتونه پرې وېشل شوي دي. احمدالله وثیق زیاتوي، چې د مصونیت کارت لرونکو ته څوک نشي کولی په سیاسي برخو کې ستونزې جوړې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه خواشینې ښودلې. دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو او حکومت سره د خواخوږي په څرګندولو د قربانیانو لپاره یې رحمت او د ټپیانو لپاره یې د بشپړې روغتیا هیله کړې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو په لښکرګاه ښار کې لسګونه هټۍوال د ږیرې خریلو او سټایلي وېښتانو جوړولو په جرم نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه طالبانو د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د داعش یو قوماندان حاجي موسی له خپل یوه ساتوونکي سره وژلی دی. د موسی کورنۍ منلې چې نوموړی د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د افغانستان عدالت ارشیف ټولنې داسې یوه وېپپاڼه جوړه کړې، چې د طالبانو د فرمانونو، شواهدو او د بشري حقونو سرغړونو اړوند راپورونه په کې ثبتېږي. دغه ټولنه له څېړونکو، کارپوهانو، طراحانو، ژباړونکو او د بشري حقونو له فعالانو جوړه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه اوازې «بېبنسټه» وبللې، چې ګواکې طالبانو د ټرمپ د وینا له کبله په بګرام هوايي اډه کې د خپلې ډلې د «بریا» مراسم ونه نمانځل. ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دا مهال د ۲۹ لویو او ۱۷۵ وړو کانونو د کېندنې چارې روانې دي چې پهکې ۱۷۰ زره کسان په کار بوخت دي.