
د فرانسې ولسمشر: که ټرمپ د نوبل د سولې جایزه غواړي، نو باید د غزې جګړه پای ته ورسوي
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، ډونالډ ټرمپ یوازې هغه وخت د نوبل د سولې جایزې ګټونکی کېدای شي چې په غزه کې روانه جګړه پای ته ورسوي. هغه په نیویارک کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، د دې لپاره اړینه ده چې په اسراییل فشار راوړل شي؛ ترڅو په غزه کې روانه جګړه ودروي.



















