
په بلوچستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو او ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ایالت په سویل لوېدیزه کېچ ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډزو او هاوان برید له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، په وژل شویو کسانو کې بریدګر هم شامل دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په سویل لوېدیزه کېچ ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډزو او هاوان برید له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، په وژل شویو کسانو کې بریدګر هم شامل دی.

څو ورځې وړاندې د پاکستاني پنجاب په جهلم ښار کې د شېرشاه سوري د مجسمې د ړنګولو خبرونه خپاره شول او په پښتونخوا او افغانستان کې یې غبرګونونه راوپارول. په خبرونو کې راغلي وو، چې په هندوستان کې د دغه افغان ټولواکمن د مجسمې پرځای د سلطان سارنګ ګکهړ مجسمه درول شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په پنځو ولایتونو کې یې ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. یاد وزارت زیاتوي چې اته تنه د قمار په تړاو د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې، څلور د ځنګلونو وهلو په تور د بادغیس په غورماچ، جوند او سنګاتش ولسوالیو کې او دوه غله په هرات کې نیول شوي.

رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد پر افغانستان له هوايي بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي او لسګونه مشکوک کسان یې نیولي ، ځکه ددوی په باور، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتېدو وېره ده.

په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو، چې د ښځو او ماشومانو مرګژوبله پکې ثبت شوې ده، له هند پرته بل هیڅ هېواد غبرګون نه دی ښودلی، حتا روسیه او ایران چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د افغانستان ګڼ ولایتونه او پښتونخوا د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې زلزلې ولړزول. له کابل، ننګرهاراو بدخشان نه خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې زلزله په ۳:۴۰ دقیقو وشوه، خو تراوسه د ځاني، یا مالي زیانونو رپوټ نشته. د زلزلې مرکز د بدخشان اشکاشم ښودل شوی.

هندي پانګوالو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په ناسته کې د کانونو، کرنې، انرژۍ، ودانیزو چارو، درمل جوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ازبکستان او طالبانو هوکړه کړې چې د ترجیحي سوداګرۍ رژیم زر پلی کړي او دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې پنځه میلیارده ته ورسوي. دغه پرېکړه د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خواجهاف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترمنځ د ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې شوې.

د ازبکستان د جیولوژۍ شرکت په افغان-تاجک نفتي پوله کې د دریو نفتي حوزو سروې پیل کړې ده. د ازبکستان د کانونو او جیولوژۍ وزارت وايي، د سروې چارې د محمدجان ډګر، شمر او احمداباد په نفتي بلاکونو کې روانې دي.

د بشري حقونو تر سلو زیاتو کورنيو او نړۍوالو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مې کلنۍ غونډه کې وړاندې شي، د طالبانو د «محاکمو جزایي اصولنامې» د عملي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بغلان ولایت کې یې یو کس د «نامشروع اړیکو» په تور په ۳۵ دُرو وهلی. د یادې محکمې په وینا؛ دغه کس ته د عامو خلکو په حضور کې سزا ورکړل شوې ده.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي په جېنوا کې د ایران او امریکا ترمنځ راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل، چې د تهران د اټومي کړکېچ یوازینۍ حل لاره یوې هوکړې ته رسېدل دي. نوموړي ویلي، که دغه هوکړه ناکامه شي؛ نو ښایي د پوځي ځواک کارول پلي شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو له استازي سره په لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د نشهيي توکو په وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وکړي. طالبانو په دغه لیدنه کې پر پولو د مجهزو سکنرونو د برابرولو غوښتنه هم کړې.

د طالبانو روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په غور او بادغیس ولایتونو کې یې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا په موخه د ایسو (AYSO) موسسې په همکارۍ د ۴۹۲زره او ۳۲۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پروژې تړون لاسلیک کړی دی.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور علیمه خان وایي، عمران خان پیغام استولی او ویلي یې دي چې «په سترګو یې څه نهښکاري». د هغې په وینا؛ عمران خان غوښتنه کړې، چې شخصي ډاکټرانو ته دې ورسره د لیدو اجازه ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په صوابۍ کې د افغان کډوالو «بارکۍ» پنډغالي قانوني موده پای ته رسېدلې او په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال باید ژر تر ژره له دې ځایه ووځي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال مېشت دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا له لوري د ایران د اوږد واټن وېشتونکو توغندیو جوړېدو او د لاریونونو پرمهال د ۳۲زره لاریون کوونکو د وژنې په اړه په کانګرس کې د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ولیکل: «دا د ایران پر وړاندې د ناسمو معلوماتو خپرولو کمپاین دی».

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیز احمد شکېب وایي، د دوی ځواکونو د ګزمې پرمهال د سپین بولدک ولسوالۍ د مازل ګلۍ په سیمه کې ۲۵۰ کیلو سپين زر او ۲۹۰ ګران بیه راډو ساعتونه نیولي چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل. نوموړي زیاته کړې، چې په دې تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د شمال زون د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې په جوزجان ولایت کې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ یاده ځمکه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند د صوفي کلا په کلي کې موقعیت لري.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس فیضالله تمیم د یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنستان د کیمیاوي صنایعو، تېلو او ګازو وزارتونو له مسوولینو سره په ناسته کې د نفتي توکو او اوبلن ګاز صادراتو پر معیاري کولو ټینګار کړی.