
د افغان کډوالو اېستل؛ په اروپا کې د زرګونه افغان کډوالو برخلیک لاهم ناروښانه دی
زرګونه افغان کډوال چې د اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه د یونان او بلغاریا له لوري یې د پناه غوښتنې رد شوې، لاهم له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. له دې ډلې ډېری یې قانوني اسناد نهلري، نه افغانستان ته ستنېدی شي او نه هم په هغه هېوادونو کې چې اوسېږي د دایمي استوګنې حق ترلاسه کولی شي.



















