
طالبانو له زلزلهځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه له ډاکار موسسې سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړ
له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د «ډاکار» په نوم له یوې مرستندویه موسسې سره یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزلهځپلو کورنیو سره د مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړی. یاده موسسه به له زلزلهځپلو کورنیو سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.



















