
امریکا د وېنزوېلا د تېلو پر څلورو شرکتونو او بېړیو تازه بندیزونه ولګول
د امریکا متحده ایالاتونو د وېنزوېلا د تېلو پر څلورو شرکتونو او بېړیو نوي بندیزونه لګولي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، په دغه بندیزونو کې هغه شرکتونه او بېړۍ په نښه شوې چې د وېنزوېلا تېل یې لېږدول.



















