
طالبانو په نورستان کې د ۲مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي
په نورستان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ځايي مسوولینو ویلي، چې د ازادې بولۍ له لارې یې د نږدې دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیروج ډبرې پلورلې دي. په نورستان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمير ویلي، چې د دغه ډبرو وزن ۵ کیلو ګرامه وو.



















