
فاریاب کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي
په فاریاب ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په «کوتل ګردنه» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.



















