
د فوټبال فدراسیون له لوري اکبر کاظمي د ۲۰۲۴ کال غوره فوټسال لوبغاړی اعلان شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۴ کال د فوټسال غوره کسان اعلان کړل. اکبر کاظمي چې د صداقت کابل لوبډلې ملي ستوری لوبغاړی دی، د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۴ کال د فوټسال غوره کسان اعلان کړل. اکبر کاظمي چې د صداقت کابل لوبډلې ملي ستوری لوبغاړی دی، د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ایران د اصفهان ولایت چارواکي وايي، چې دا ولایت د افغان کډوالو یو له اصلي استوګنځایونو څخه دی، خو دا مهال له دې ولایته هره ورځ شاوخوا ۲زره افغان کډوال د ایران حکومت له لوري شړل کېږي.

د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د ګډو همکاریو پر پراخولو خبرې کړي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر وایي، چې روسیه د ایران جوړ شوي ځانمرګي ډرون (شاهد-۱۳۶) ټیکنالوژي شمالي کوریا ته لېږدوي او له دې هېواد سره د دغو ډرونونو د تولید کرښې په فعالولو کې مرسته کوي.

د اټلانټیک شورا په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، سره له دې چې دا مهال د خلیج د همکاری شورا «جي سي سي» غړي هېوادونه د طالبانو رسمي پېژندنې ته تیار نه ښکاري، خو د روسیې وروستی اقدام ښايي دا فضا بدله کړي وي او نور هېوادونه وهڅوي، چې ورته ګام واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوې تازه مرکه کې یو ځل بیا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ نېټې د خېبر جرګې د پرېکړو د نه عملي کېدو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې له جرګې وروسته د دوی ملګري ګوندونه له پرېکړو واوښتل او «پي ټي اېم» یې یوازې پرېښود.

د غزې سیمهییزو روغتیایي چارواکو او مرسته رسونکو ډلو ویلي، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره د شیدو بدیل (شیدو پوډر) او نورو اړینو خوړو سخت کمښت رامنځته شوی، چې لسګونه ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د عبدالرحمن برومند بنسټ دیوې څېړنې له مخې، د روان کال د جولای له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۲ کسان اعدام شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته له سفر کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي. دغه وزارت وايي، ایران حکومت په اوسني حالت کې له غیرعادي شک ګمان، تعقیب او امنیتي تعزیراتو سره مخ دی، بهرني وګړي او په ځانګړي ډول امریکایان له جدي خطر سره مخ کولای شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی، چې هغه ټول افغان وکړي، چې د کډوالو د ثبت ځانګړی کارت«پي او ار» لري، باید دا هېواد پرېږدي. دغه پرېکړه د اسلاماباد له خوا د کډوالۍ نوې تګلارې یوه برخه ده، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پلې کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې که له افغانستان سره نړۍوالې نغدي مرستې بندې شي، نو د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد به ړنګ شي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي، غلامحسین مظفري، د دغه هېواد دکډوالۍ د پالیسیو سره خپل مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د افغان متخصصینو، په ځانګړي ډول ډاکترانو، د جذب فرصت مو له لاسه ورکړ، ځکه چې دا کدرونه په ایران کې د پاتې کېدو پر ځای اروپا ته کډوال شول.

په کابل کې د ایران سفارت قونسلي څانګې اعلان کړی، چې د اربعین د مذهبي مراسمو رانږدې کېدو په مناسبت، به د افغانستان لپاره د اربعین ویزو د صادرولو لړۍ ډېر ژر پیل کړي.

د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې د خېبر پښتونخوا په سوات، بونیر او ځینو نورو سیمو کې زرګونو کسانو د روانو ناامنیو پر ضد لاریونونه کړي دي.

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د بند پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دا ډېر ظالمانه کار دی چې عمران خان لا هم په زندان کې ساتل کېږي.»

برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې ډیویډ ویلیامز، چې د دې هېواد د دفاع وزارت دایمي منشي و، ټاکل شوې ده چې د روان کال په منی کې له خپلې دندې استعفا ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې د دغه وزارت له لورې د زرګونو افغان کډوالو محرم معلومات په ناڅاپي ډول افشا شول.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بده سناریو راڅرګندېږي. یاد سازمان د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د غزې دا قحطي په بدترین وضعیت کې ده او هلته باید په بېړني ډول اوربند وشي.

په بدخشان کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دغه ولایت په شهر بزرګ او راغستان ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

طالبانو د ملکرو ملتونو د امنیت شورا د څېړنې او څارنې ډلې له خوا خپور شوی هغه راپور رد کړی، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان د پراختیا خبرداری ورکړی وو.

الجزیرې د یوې افغانې مېرمنې "فاطمې" کیسه خپره کړې، چې له ایران څخه د جبري اېستنې وروسته، اوس له وچکالۍ، بېوزلۍ او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ ده. دا کیسه یوازې د یوې کورنۍ غم نه، بلکې د هغو زرګونو افغانانو د ژوند انځور دی چې له کډوالۍ راګرځېدلي.

سره له دې چې امریکا له افغانستان سره خپلې پراخې مرستې بندې کړې دي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) راپور ښيي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت لا هم د افغانستان سره د تړاو لرونکو درېیو پروګرامونو مالي ملاتړ کوي.