
د طارق رحمان په مشرۍ د «بنګلهدېش مليپال ګوند» پارلماني ټاکنې ګټلي
د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله دېش ملي پال ګوند ددغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او له نږدې دوو لسیزو سیاسي انزوا وروسته بېرته واک ته ورسېد.

د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله دېش ملي پال ګوند ددغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او له نږدې دوو لسیزو سیاسي انزوا وروسته بېرته واک ته ورسېد.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون لهخوا د لاریونونو له اعلان وروسته د پاکستان حکومت په اسلاماباد کې پارلمان، دولتي ادارو، سترې محکمې او سفارتونو ته ورغلې ټولې لارې وتړلې. د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ان په دغه لاره د پارلمان غړو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

یوشمېر سوداګرو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو له تېرو دوو ورځو راهیسې نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

په بلخ کې د یوه سوداګر لهخوا د شاوخوا ۸ مېلیونه ډالرو په پانګونې د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه، چې په ورځني ډول د ۲۴۰ ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوولین وايي، چې په دې برخه کې ورسره ۵۰ کسان په کار بوخت دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا د راډیویي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه وسیله ده. یاد سازمان ویلي، د سږکال شعار «د مصنوعي ځیرکتیا په پېر کې د راډیو پیاوړتیا» ټاکل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نهشي حل کولی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د معاون مرستیال سباسټین ګورکا له طالبانو غوښتي، چې امریکایي یرغملي ژر تر ژره خوشې کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټرمپ په ښکاره ویلي طالبان باید د یرغمل نیولو بهیر ودروي؛ که نه له جدي پایلو سره به مخ شي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې ګل حس حسن د روسیې لپاره د ترکیې له سفیر تنجو بېلګیچ سره په لیدنه کې افغان سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. یاد سفارت ویلي، دواړه خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې راډیو لاهم په دغه هېواد کې د معلوماتو او زدهکړې لپاره د ژوند مهمه وسیله ده. د اروپایي ټولنې په وینا؛ راډیو له ښارونو تر لرو پرتو کلیو پورې هغه سیمو ته هم معلومات رسوي، چې نورې رسنۍ یې نهشي رسولی.

د امریکا د جمهوریپاله ګوند مخکښې سیاسي غړې نېکي هېلي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې سیمې ته د امریکایي ځواکونو پراخه لېږد بېدلیله نهدی. هغې زیاته کړې، چې ایران ته باید د بیارغونې فرصت ورنه کړل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۷۰۴ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۲۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې «د کلکان او غراغَین» په نومونو دوه لرغوني ځایونه کشف شوي دي. د یاد ریاست په وینا؛ د لومړنیو څېړنو له مخې دغه ځایونه بودایي پېر پورې تړاو لري.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم د یوې وسلهوالې ډلې لوړپوړی قوماندان نیول شوی دی. ویل کېږي دا هغه ډله ده، چې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» او د ګل بهادر ډلې په همکارۍ جوړه شوې ده.

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د «یواېساېس جرالد ار. فورد» الوتکه وړونکې بېړۍ په منځني ختیځ کې د الوتکه وړونکې بېړۍ ابراهام لېنکن سره د یوځای کېدو لپاره لېږل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغاني ټولنې د وېښتیا او پوهاوي برخه کې د راډیوګانو رول ستایلی. ګانیون په افغانستان کې د راډیو له ټولو کارکوونکو ملاتړ څرګند کړی.

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړۍواله ورځ ده؛ په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د «کابل راډیو» په نوم یادېده.

د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال یوشمېر وسلې او مهمات نیولي چې پاکستان ته قاچاق کېدلې. د یادې قول اردو په وینا؛ د دغه وسلو او مهماتو سره یې درې کسان هم نیولي دي، چې تر لومړنیو پلټنو وروسته به اړونده ادارو ته وسپارل شي.

د بنګلهدېش مليپاله ګوند اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال له ولسي پاڅون وروسته په لومړیو ترسره شویو ټاکنو کې یې ترټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او کولای شي راتلونکی حکومت جوړ کړي. یاد ګوند نن جمعه (د سلواغې ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، دوی په پارلمان کې دومره څوکۍ ترلاسه کړې چې حکومت جوړ کړي.

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وایي، چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي سیمو ۳۰۰زره سېلانیانو لیدنه کړې ده. د هغه په وینا؛ په دغه سېلانیانو کې ۶۸۲ بهرني ګرځندویان شامل دي چې د تېر کال پرتله یې شمېر دوه برابره زیاتوالی ښيي.

ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقيزاده ویلي، دغه پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او واټن به یې نږدې ۵۰ سلنه راکم کړي.

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري وايي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د سترګو د لید او اغېزمنتیا پرېکړه به وکیل نه متخصص ډاکټر کوي. نوموړي ویلي، چې عمران خان ته د درملنې اسانتیاوې پر وخت برابرېږي.