
طالبانو په خوست کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل
طالبانو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۳ کسان د «اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په ۳۰ – ۳۰ دُرو وهلي دي.

طالبانو د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۳ کسان د «اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په ۳۰ – ۳۰ دُرو وهلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو حل موندل کېدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سې شنبې په ورځ په ویرجینیا کې د امریکا د پوځ له جګپوړو جنرالانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه د امریکا د پوځي مشرۍ نادره راټولېدنه ګڼل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دریو اونیو کې یې د کابل په بېلابېلو سیمو کې ۲۸۸ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او قاچاق په تړاو نیولي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د دغه وزارت د یو شمېر ریيسانو او د عزیزي شرکت ګروپ د تخنیکي مسوولینو په حضور کې د ۱۰ زره میګا واټه برېښنا د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی دی.

د امریکا پخوانۍ مرستیال ولسمشرې کاملا هریس په خپل تازه کتاب «۱۰۷ورځې» کې څرګنده کړې چې د۲۰۲۴ کال په مناظره کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د برید په تړاو د جوبایډن ځواب د حیرانتیا وړ و.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد وايي، طالبان دې پایلې ته رسیدلي چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی. خلیلزاد د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بولي، خو هیله ښيي چې په دې برخه کې زر پرمختګ وشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، په اکتوبر میاشت کې به د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي کابل ته ولاړ شي چې د طالبانو له چارواکو سره له جرمني نه د اېستل کېدونکو افغانانو په تړاو خبرې اترې وکړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر لیک ته په اشاره ویلي، چې خلک په زور نه، بلکې په حقیقي عدالت سمیږي.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ددې ډلې دفاع وزارت د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، د ښارګوټي په جوړېدو سره به د پامیر ټول اوسیدونکي یو ځای راټول شي او د ژوند ستونزې به یې حل شي.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په وږي میاشت کې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۱۶ دفترونو څخه د نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو وویل، چې د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو غړي سبا په اسلام اباد کې غونډه کوي. دغه غونډه د یوه افغان او پاکستاني څیړنیز بنسټ په کوربه توب ترسره کیږي. دې دوه ورځنۍ ناستې ته له ۳۰ ډېر افغان مشران او سیاسي څېرې بلل شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې به د امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي. متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په نوملړ کې دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر سیستماتیک کمزوري کولو اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي. دیاد مرکز موندنې ښيي، چې طالبانو ۲۲ لارښوونې صادرې کړې او رسنۍ یې محدودې کړې دي.

د کندهار ښاریان وايي، ځايي طالبانو له مخکینۍ خبرتیا پرته د موټرسایکلونو راجسټر پیل کړی او د هر موټرسایکل د راجسټر پر سر اووه زره افغانۍ ترې اخېستل کېږي. دوی وايي، د طالبانو له داډول درنو مالیاتو سخت په تنګ راغلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې په غونډه کې له صنعت کارانو غوښتنه وکړه، چې په تولیداتو کې کیفیت ته پاملرنه وکړي. بدري وايي، چې صنعت کاران دې د سوداګرۍ او صنعت تر منځ برابري په پام کې ونیسي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) ویلي چې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) یې ۵ افغانان چې ګواګې په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي و بېرته افغانستان لیږدولي دي.

ایرنا خبري اژانس نن یکشنبه د (تلې ۶مه) لیکلی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه له ایراني چارواکو سره د لیدلو لپاره ایران ته ورسېد.

الجزیره شبکې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د طبي سرچینو په وینا لیکلي، چې په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې هغه ۱۰ فلسطینیان هم شامل دي، چې د النصیرات په نوم د کډوالو کیمپ کې اوسېدل.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې د قبا په نامه دغه ښار ګوټی به د کونړ په مزار دره کې جوړ شي.

یوروشیلم پوسټ نن یکشبنه د (تلې ۶مه) لیکلي، چې امریکا د جګړې ختمولو لپاره پر اسراييل فشار ډېروي، خو په ورته وخت کې د اسراییل حکومت د غزې د لوېدیځې غاړې نیولو په لټه کې دی.