
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې شړکنده بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې شړکنده بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس او ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په میدان وردګ، پنجشېر او فراه ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۲ خوشې شوي افغانان (د غبرګولي په ۲۱مه) افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نړۍوالو تګلارو تازه راپور له مخې؛ په نړۍ کې د تاوتریخوالي، جګړو او ځورونو له کبله د خلکو بې ځایه کېدو پېښې یوې ټکان ورکوونکې کچې ته رسېدلې دي.

د سپاه پاسداران اړوند جوان ورځپاڼې له امریکا سره د ایران خبرو اترو ته په اشارې سره لیکلي: «ایران د امریکایي چارواکو لهخوا تکراري ګواښونه له پامه غورځولي او له یوه ځواکمن دریځ څخه مذاکره کوي.»

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست خبر ورکړی، چې د افغانستان د شل کلونو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۲مه) د مرکزي اسیا د اتلولیو جام په لړ کې د قرغزستان لوبدلې سره لوبېږي.

د ډیلي ځینې برخې د چهارشنبې په ورځ دومره ګرمې وې، چې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پکې د ۵۰.۸ درجو او په ۵:۳۰ بجو د ۵۱.۹ درجو تودوخه احساسېده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت اړوند د ځاځي اریوب تفریحي پارک ته ۴۰۰زره سېلانیان ورغلي وو. سېلانیانو غوښتنه کړې، چې دغه سیمې او پارک ته ورغلې لاره باید په اساسي توګه ورغول شي.

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر لهخوا د "ځواک" کارونې ګواښ شوی؛ خو د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد اعتراضونه د امریکا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي، چې ناروې هېواد د ۲۰۱۵ زېږدیز کال راهیسې د طالبانو د سپین ښودلو لپاره ځینې هڅې او تېروتنې کړې دي.

د امریکا د وېرجنیا ایالت د مرسر په ښوونځي کې د محمد خطیبي په نوم پر زدهکړو بوخت یوه تنکي افغان زلمي د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ماڼۍ لهخوا د «ښوونیزې بریا» غوره جایزه ګټلې ده.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ځي، چې د دغه هېواد له مشرانو څخه د هند سره د وروستۍ شخړې پرمهال د پاکستان له دریځ څخه د ملاتړ لپاره مننه وکړي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې ویلي، چې د طالبانو یو شمېر غړو له لوري په دې وروستیو کې د خپلې شل کلنې جګړې اړوند خاطراتو په تړاو کتابونه لیکل شوي؛ خو په خپلو ځانمرګو او وسلهوالو بریدونو کې یې د وژل شویو ملکي وګړو په تړاو کتابونو کې هېڅ یادونه نه ده کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو د دغې ډلې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په حواله لیکلي، چې په اختر کې د مېلو او تفریح پر مهال یې په یوشمېر ولایتونو کې د «منکراتو» مخنیوي لپاره ځینې کسان نیولي دي.

اېراف خبري اژانس د ایران د تېلو وزیر محسن پاکنژاد له قوله لیکلي، چې طالبانو د دوی د تېلو پر صادراتو یو شمېر بندیزونه لګولي دي. دغه ایراني چارواکي زیاته کړې، چې اوسمهال افغانستان ته د تېلو هېڅ ډول صادرات نه لري.

سیمهییز روغتیایي چارواکي وایي، د غزې په مرکز کې د اسراییل د ډزو او هوايي بریدونو له امله د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې عراق ته د امنیتي ګواښونو له امله سفر و نه کړي. د دې خبرداري لامل په عراق کې ترهګري، تښتونې، وسله والې نښتې، مدني ګډوډي او د بېړنیو خدمتونو لپاره د امریکا د دولت محدود توان بلل شوی دی.

جروزالم پوسټ ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي. د سرچینې په خبره، د دې خبرو نه ترسره کېدل «په بشپړه توګه جدي احتمال» لري.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) قومندان جنرال مایکل اریک کوریلا د منځني ختیځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته هغه راپور وځنډاوه، چې ټاکل شوې وه د امریکا د سنا د وسلهوالو ځواکونو کمېټې ته یې وړاندې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.

د اسلام اباد او کابل ترمنځ سوداګري د دروازو د تړل کېدو او د پاليسیو د بې ثباتۍ له امله ۱ میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده. پاکستاني رسنیو یې لامل د فبروري په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی او د تورخم لارې بندېدل یاد کړي.